په اباسین ایف ایم هنګو، وطن ایف ایم تخت بایي، زلمي ایف ایم او ډیجیټل پاڼو. د اکتوبر ۱۲مې مهم سرټکي په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج له لګېدو وروسته د صوبې واکونه ګورنر ته سپارل شوي؛ د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا لومړۍ غونډه شوې ده. تحریک انصاف د سهېل اپریدي او جنید اکبر د نیولو خبره کوي؛ په باجوړ او مومندو کي احتجاجونه شوي او په یو شمېر ضلعو کي امتحانونه ځنډول شوي دي. د سعودي عرب د ریاض پر هوايي ډګر په دویم برید کي یو پاکستانی وژل شوی؛ ایران د سعودي عرب او د یمن د حوثیانو ترمنځ د خبرو وړاندیز کړی دی.


شال نیوز