نوښار (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صدر میا افتخار حسین ویلي چې ګوند یې په صوبه کي د بېړني حالت د نافذېدو مخالف دی، خو د تحریک انصاف صوبايي حکومت هم د خلکو د ستونزو په حل کولو کي پاتې راغلی دی.

 

نوموړي دا خبرې د نوښار ضلعې د رسالپور ترڅنګ په کنډر سیمه کي یوې غونډې ته کړې دي، چې پکښي د بېلابېلو سیاسي ګوندونو یو شمېر غړو له خپلو ګوندونو استعفاوې ورکړې او عوامي نېشنل ګوند ته ورګډ شول.

 

میا افتخار حسین وویل، په خېبر پښتونخوا کي بدامنۍ د خلکو ژوند او کاروبارونه سخت اغېزمن کړي، خو اعلی وزیر د صوبې د ستونزو د حل کولو پر ځای پر کنټینر سیاسي نندارې جوړوي.

 

هغه وویل چې اوسنی او پخوانی اعلا وزیر په خپلو منځونو کي په شخړو بوخت دي، خو صوبه له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده. د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر د این ایف سي ایوارډ او د اساسي قانون د اتلسم ترمیم د عملي کولو په برخه کي هم پر صوبايي حکومت نیوکې وکړې.

 

د هغه په وینا، صوبايي حکومت د دغو دواړو مهمو مسئلو د حل لپاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي او له دې لارې یې د صوبې له خلکو سره خیانت کړی دی. میا افتخار حسین وویل چې واکمنان به د صوبې له خزانې د لګول شویو او د ده په وینا د لوټل شویو پیسو د یوې یوې روپۍ حساب ورکوي.

 

نوموړي د پنجاب د اعلی وزیرې مریم نواز د یوې وینا په اړه هم مایوسي څرګنده کړه، خو په غونډه کي د هغې د کومې ځانګړې خبرې تفصیل نه دی ورکړل شوی.

 

د صوبې د امنیتي حالاتو په اړه میا افتخار حسین وویل چې د وسله والو بریدونو او بدامنۍ ختمول یوازې د یوه حکومت کار نه دی، بلکې وفاقي او صوبايي حکومتونه دواړه باید خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.

 

هغه وویل چې د نېشنل ایکشن پلان د عملي کولو په برخه کي د پاتې راتلو له امله وسله وال بریدونه زیات شوي دي. میا افتخار حسین پر صوبايي حکومت تور ولګاوه چې د خلکو پام له اصلي ستونزو اړوي او هغوی په سیاسي شعارونو مصروف ساتي.

 

په غونډه کي عوامي نېشنل ګوند ته د نویو ورګډو شویو کسانو هرکلی هم وشو. میا افتخار حسین وویل چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د غړو عوامي نېشنل ګوند ته راتګ د ګوند پر تګلارې او سیاسي دریځ د خلکو د باور څرګندونه کوي.