باړه (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او بېړني حالت له نافذېدو وروسته په خیبر ضلعه کي د پاکستان تحریک انصاف کارکنانو په باړه، جمرود او لنډي کوتل کي احتجاجونه کړي، خو په مجموعي توګه د ضلعې حالات ارام دي او د پېښور ـ تورخم په ګډون ټولې مهمې لارې د ټریفک لپاره پرانیستې دي.
د اکتوبر پر ۱۲مه سهار د اعلی وزیر سهیل افریدي په آبایي حلقه باړه کي د تحریک انصاف یو شمېر کارکنان د ګورنر راج او بېړني حالت خلاف د خیبر چوک په سیمه کي راټول شوي وو.
پولیسو د احتجاج کوونکو د خورولو لپاره هوایي ډزې کړې او یو شمېر کسان یې نیولي دي. له دې وروسته احتجاج کوونکي خواره شوي او په سیمه کي حالات بېرته ارام شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه په جمرود کي هم د تحریک انصاف شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ کارکنانو او پلویانو د ګورنر راج خلاف احتجاج کړی و. احتجاج کوونکي د جمرود پریس کلب ته نږدې راټول شوي وو، خو د پولیسو له خوا تر تعقیبېدو وروسته خواره شول.
په همدې ورځ په لنډي کوتل کي هم د تحریک انصاف د کارکنانو یو بل، تر دې هم کوچنی احتجاج شوی و، چې له لږ وخت وروسته پای ته ورسېد. په دغو درې واړو سیمو کي احتجاجونه محدود پاتې شوي او د لویو مظاهرو یا اوږدمهاله سړک بندیزونو راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
په خیبر ضلعه کي د امنیتي حالاتو په اړه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د باړې، جمرود او لنډي کوتل په ګډون د ضلعې عمومي حالات ارام دي. د پېښور ـ تورخم لویه لار، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او مسافرو د تګ راتګ یوه مهمه لار ده، پرانیستې ده او پر نورو مهمو سړکونو هم تګ راتګ روان دی.
د پولیسو له خوا د نیول شویو کارکنانو کره شمېر او دا چې هغوی کومو تاڼو ته وړل شوي، لا نه دی څرګند. د خیبر په بېلابېلو سیمو کي د احتجاجونو له ترسره کېدو سره سره، تر دې دمه د پراخو ناکراریو راپورونه نه دي ترلاسه شوي او حالات د پولیسو تر کنټرول لاندې بلل کېږي.


امان علي شینواری