پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ګورنر د شورا نوي غړي او د مذهبي چارو مسؤل مولانا طیب قریشي له شال نیوز سره په ځانګړې مرکه کي ویلي چې د پاکستان او نورو هېوادونو دیني عالمانو او مفتیانو په وار وار په پاکستان کي وسله وال بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل حرام بللي دي او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو ډلو روانې کړنې په اسلام کي هېڅ جواز نه لري.
مولانا قریشي وویل، د مذهبي چارو د مسؤل په توګه به د دیني عالمانو له لارې خلکو ته د اسلام د امن او سولې اصلي پیغام رسوي او هڅه به کوي چې په ځانګړي ډول ځوان نسل د دین له ناسم تعبیر او د وسله والو ډلو له فکره لرې وساتي.
هغه وویل، د خپلې نوې دندې له مخې به د خېبر پښتونخوا د جوماتونو خطیبانو او د دیني مدرسو مشرانو ته لارښوونې کوي چې په خپلو خطبو او درسونو کي خلکو ته د اسلام د تعلیماتو په رڼا کي د امن، زغم او د انسان د ژوند د درناوي پیغام ورسوي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان او نړیوالو دیني عالمانو فتواوې په دې اړه څرګندې دي چې د مذهب په نوم د خلکو وژل، وسله وال بریدونه او پر عامو خلکو ظلمونه د اسلام له تعلیماتو سره سمون نه لري. مولانا قریشي د شال نیوز د دې پوښتنې په ځواب کي چې د ګورنر نوې شورا به کومه سیاسي تګلاره لري، وویل: «موږ هېڅ سیاسي ایجنډا نه لرو. زموږ یوازینۍ ایجنډا په خېبر پښتونخوا کي امن دی.»
هغه د پاکستان د وزیراعظم او د خېبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کونډي له دې دریځ سره هم اتفاق څرګند کړ چې د سهیل افریدي په مشرۍ صوبايي حکومت د وسله والو پر ضد روانه جګړه په بشپړه توګه خپله نه ګڼله.
مولانا قریشي وویل، د هغه په نظر د صوبايي حکومت دې دریځ د وسله والو پر ضد په جګړه کي د بوختو پولیسو او نورو امنیتي ادارو پر حوصله منفي اغېز کړی او د هغوی مورال یې کمزوری کړی دی. دا د مولانا قریشي سیاسي ارزونه ده. د سهیل افریدي یا د تحریک انصاف د مشرانو ځواب په دې مرکه کي نه دی وړاندې شوی.
مولانا قریشي ټینګار وکړ چې د مذهبي چارو په برخه کي به یې پام د دیني عالمانو، جوماتونو او مدرسو پر هغه کردار وي چې په ټولنه کي د امن په ټینګښت او د وسله وال فکر په مخنیوي کي یې لوبولای شي. د هغه په وینا، د وسله والو ډلو له خوا د اسلام ناسم تعبیر باید د دیني تعلیماتو له لارې رد شي، څو خلک او په ځانګړي ډول ځوانان د تشدد پر ځای د امن او ګډ ژوند لاره غوره کړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې په خېبر پښتونخوا کي د امنیت، د وسله والو پر ضد د جګړې او د صوبايي حکومت د تګلارې پر سر سیاسي اختلافونه روان دي.


مجید بابر