پېښور (شال نیوز) : د پېښور په صدر بازار کي ځینې دوکانونه پرانیستي وو، پر سړکونو ګاډي هم روان وو، خو ښار د یوې عادي ورځې په څېر نه و. د کینټ پر لور لارې په ازغن تارونو او کانټینرونو تړل شوې وې، د پرېس کلب مخې ته پولیس ولاړ وو، د بي آر ټي پر لاره تګ راتګ بند و او خلک د موبایل ټیلیفون او انټرنېټ له کاره لوېدو له امله نه پوهېدل چې د خېبر پښتونخوا په سیاسي او انتظامي چارو کي څه روان دي.
دا د اکتوبر یوولسمه وه؛ هغه ورځ چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج د نافذېدو، د تحریک انصاف د صوبايي حکومت د ختمېدو او د دولسو ضلعو لپاره د ځانګړو بېړنیو انتظاماتو خبرونه خپاره شول.
د صوبې د سیاسي واک په اړه د دغو خبرونو اغېز د پېښور پر سړکونو هم لیدل کېده. په ځینو ځایونو کي د تګ راتګ لارې تړل شوې وې، په ځینو کي پولیس په حفاظتي وسایلو سمبال ولاړ وو او په نورو برخو کي خلک خپلو ورځنیو کارونو ته وتلي وو، خو د حالاتو په اړه یې معلومات نه لرل.
.jpeg)
د اکتوبر د لسمې په شپه د موبایل شبکو کار ناڅاپه بند شوی و. انټرنېټ هم نه چلېده. له دې سره د خلکو لپاره نه یوازې له خپلو خپلوانو سره اړیکې نیول ګران شول، بلکې د هغو سیاسي او امنیتي خبرونو معلومول هم ستونزمن شول چې د دوی د صوبې له راتلونکي انتظام سره یې تړاو درلود.
د اکتوبر پر یوولسمه، د سهار شاوخوا یوولس بجې، د پېښور په کینټ سیمه کي له خپل استوګنځي راووتلم. هغه لاره چې په عادي ورځو کي به پرې پوځي سرتېري ولاړ وو، دا ځل په ازغن تارونو او نورو خنډونو تړل شوې وه. نه ګاډو ته د تېرېدو اجازه وه او نه عام خلک پرې تېرېدای شول.
د ښار په یوه داسې برخه کي چې امنیتي پوستې او د پوځ موجودیت پکي د خلکو لپاره نوې خبره نه ده، د لارې بشپړ تړل کېدو د ورځې له معمول سره څرګند توپیر درلود. د خپل استوګنځي ترڅنګ د یوه خبري ټلوېزیون دفتر ته ورغلم. هلته د لنډ وخت لپاره انټرنېټ چلېده.
.jpeg)
پر ټلوېزیون د وفاقي حکومت د هغو اقداماتو خبر خپرېده چې له مخې یې د خېبر پښتونخوا په دولسو ضلعو کي ځانګړي بېړني انتظامات او د صوبې په نورو برخو کي د ګورنر راج د نافذېدو اعلان شوی و. دا د ورځې لومړی ځای و چې د صوبې د روانو حالاتو په اړه مې پکي خبرونه ولیدل.
خو دا اړیکه هم ډېره ونه چلېده. لږه شېبه وروسته د پاکستان ټیلی کمیونېکېشن لمېټډ، پي ټي سي اېل، انټرنېټ هم بند شو. له دې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د انټرنېټ د بېرته چلېدو انتظار ونه کړم، بلکې د پېښور سړکونو ته ووځم او په خپلو سترګو وګورم چې په ښار کي څه روان دي.
له صدر بازاره د یونیورسټۍ روډ پر لور روان شوم. پر سړک دوه درانه کانټینرونه اېښودل شوي وو. د کانټینرونو موجودیت د امنیتي انتظاماتو څرګنده نښه وه، خو لاره په بشپړه توګه نه وه تړل شوې. ګاډي پرې تېرېدل او تګ راتګ روان و. په صدر بازار کي د خلکو ګڼه ګوڼه د معمول په پرتله کمه وه. ځینې دوکانونه پرانیستي وو. بازار په بشپړه توګه بند نه و، خو د ښار د نورو برخو د حالاتو په اړه د معلوماتو نشتوالی محسوسېده.
.jpeg)
له هغه ځایه د ګرین شادی هال چوک ته ورسېدم. دلته کینټ ته تلونکې لاره په بشپړه توګه تړل شوې وه. پولیس له حفاظتي وسایلو سره ولاړ وو او ګاډي یې نه پرېښودل چې وړاندې ولاړ شي. د پېښور پرېس کلب مخې ته هم پولیس ځای پر ځای شوي وو. د مال روډ پر لور لاره بنده وه.
د پرېس کلب مخې ته مې له څو ځوانانو سره خبرې وکړې. هغوی هلته ولاړ وو او د حالاتو د معلومولو هڅه یې کوله. پوښتنه مې ترې وکړه چې چېرته روان دي. هغوی وویل چې کوم ځانګړی ځای ته نه ځي. د انټرنېټ د بندېدو له امله نه پوهېږي چې په صوبه کي څه روان دي او غواړي له خبریالانو د حالاتو په اړه معلومات واخلي.
یوه ځوان وویل: «تاسو خبریالان چې ریکارډنګ کوئ، همدا زموږ لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.» د هغه خبرې د هغې ستونزې څرګندونه کوله چې د ورځې په اوږدو کي ورسره نور خلک هم مخ وو. موبایل او انټرنېټ بند وو او د تازه خبرونو د معلومولو هغه اسانه لارې نه وې چې خلک ورسره عادت شوي دي.
.jpeg)
په دغو ځوانانو کي درې یا څلور داسې کسان وو چې د دوی په وینا، په خپل ژوند کي یې د لومړي ځل لپاره په صوبه کي د ګورنر راج د نافذېدو حالت لیده. هغوی د پاکستان تحریک انصاف پلویان وو. د صوبايي حکومت د ختمېدو په اړه یې ناخوښي څرګندوله او تمه یې لرله چې خلک به د وفاقي حکومت د پرېکړې پر ضد پراخ احتجاجونه وکړي.
یوه ځوان د ترکیې مثال ورکاوه او هیله یې لرله چې د هغه هېواد د خلکو په څېر به دلته هم خلک سړکونو ته راوځي. خو د دوی د تمې او پر سړکونو د لیدل کېدونکي حالت ترمنځ توپیر و.
د پرېس کلب او د ښار په هغو برخو کي چې تر هغه وخته مې لیدلې وې، د کوم لوی احتجاج نښې نه ښکارېدې. پولیس ولاړ وو، ځینې لارې تړلې وې او خلک د روانو حالاتو په اړه پوښتنې کولې. دا نه شي ویل کېدای چې د پېښور په ټولو برخو کي احتجاج نه و. خو په هغو ځایونو کي چې ما ولیدل، د خلکو لویې غونډې او پراخې مظاهرې نه وې.
له پرېس کلبه وروسته د کوهاټ روډ پر لور روان شوو. د بهانه ماڼۍ له سیمې تېر شوو او فردوس مارکېټ ته ورسېدو، چې د ملک سعادت شهید په نوم هم یادېږي. دلته سړک په بشپړه توګه تړل شوی و. د بي آر ټي لاره هم بنده وه او پولیس چمتو ولاړ وو.

د بي آر ټي د لارې تړل کېدل د ښار د عامه ټرانسپورټ له یوې مهمې لارې سره تړلې خبره وه. خو د دې معلومولو لپاره چې د بسونو خدمت په نورو برخو کي هم بند و او که نه، هغه مهال راسره بشپړ معلومات نه وو.
د فردوس له سیمې مو د حالاتو له کتلو وروسته بیا د انټرنېټ د پیدا کولو هڅه وکړه. په هغو ځایونو کي چې وګرځېدو، د موبایل شبکو او انټرنېټ کار نه کاوه. د خبرونو لېږل، د نورو سیمو د حالاتو معلومول او له خلکو سره اړیکې نیول ستونزمن وو.
وروسته د پیرزکوړي پل پر لور روان شوو. هلته هم لاره تړل شوې وه. وړاندې تګ ممکن نه و او بېرته صدر ته راوګرځېدو. د ورځې تر دې وخته د پېښور د څو مهمو لارو حالت مو لیدلی و. له کینټ او مال روډه تر فردوس مارکېټ او پیرزکوړي پله پورې په بېلابېلو ځایونو کي امنیتي خنډونه موجود وو.
خو د ښار په هره برخه کي یو شان حالت نه و. پر ځینو سړکونو ګاډي روان وو. ځینې دوکانونه خلاص وو. په نورو ځایونو کي بیا لارې په بشپړه توګه تړل شوې وې. د خلکو په خبرو کي هم توپیر و. هغه ځوانان چې د پرېس کلب مخې ته مې ولیدل، د تحریک انصاف ملاتړ یې کاوه او د احتجاجونو تمه یې لرله. خو د ښار د ټولو اوسېدونکو سیاسي نظر د دغو څو کسانو له خبرو نه شي معلومېدای.
.jpeg)
د دې ورځې یوه بله مهمه خبره د معلوماتو نشتوالی و. د ګورنر راج او بېړنیو انتظاماتو خبرونه خپاره شوي وو، خو په هغو سیمو کي چې موبایل او انټرنېټ بند وو، خلک د خبرونو د ترلاسه کولو له ستونزې سره مخ وو. د یوه ځوان هغه خبره چې خبریالان یې د معلوماتو د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره بلله، د ورځې تر پایه راسره پاتې وه.
په داسې حال کي چې د صوبې د حکومت او انتظام په اړه مهمې پرېکړې اعلانېدې، د پېښور ځینې اوسېدونکي لا هم په دې نه پوهېدل چې څه شوي، کومې لارې بندې دي او حالات به څنګه روان وي. د اکتوبر د یوولسمې په ورځ مې د پېښور په هغو سیمو کي چې وګرځېدم، د پراخو احتجاجونو پر ځای د پولیسو موجودیت، تړلي سړکونه، کانټینرونه او د اړیکو ستونزې ولیدې.
د ښار سیاسي حالت له دې یوې ورځې نه شي ارزول کېدای، خو د هغې ورځې د پېښور د حالاتو د بیان لپاره همدا مشاهدې مهمې دي. په صدر بازار کي ځینې دوکانونه لا هم خلاص وو. پر ځینو سړکونو تګ راتګ روان و. خو د کینټ، مال روډ، فردوس مارکېټ او پیرزکوړي پل پر لور د تګ لارې تړل شوې وې.
د یوې لویې سیاسي پرېکړې پر ورځ د پېښور د سړکونو دا حال و؛ پولیس، کانټینرونه، بندې اړیکې او هغه خلک چې له خبریالانو یې پوښتل، په صوبه کي څه روان دي؟


سلمان یوسفزی