پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي، چې د صوبې خلک د ګورنر راج د لګولو هرکلی کوي او غواړي چې په صوبه کې د امن ترڅنګ پرمختګ او سوکالي هم راشي.
فیصل کریم کونډي د ګورنر راج له لګولو وروسته په خپل پیغام کې ویلي، چې د صوبې خلک نور له ترهګرو سره ژوند نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړې، چې د خیبر پښتونخوا خلک له وفاقي حکومت او د پاکستان له نورو صوبو سره ورورګلوي اړیکې غواړي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر ویلي، تمه ده چې په صوبه کې به اوس د امن، پرمختګ او سوکالۍ سفر پیل شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د لګولو اعلان شوی دی.


سلمان یوسفزی