کرمه / پکتیا (شال نیوز) : د پاکستان د کرمې ضلعې په خرلاچي او د افغانستان د پکتیا ولایت په ډنډپټان سرحدي سیمو کي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې دواړو خواوو پکښې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.

 

پاکستاني سرکاري سرچینې وايي، د افغانستان د پکتیا ولایت له لوري د خرلاچي پر پاکستاني سرحدي پوستو ډزې پیل شوې چې پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کي ډزې وکړې.

 

د دغو سرچینو په وینا، د پاکستاني ځواکونو په ځوابي ډزو کي د افغان طالبانو څو پوستو ته زیان رسېدلی او یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

سرچینو دا هم ویلي چې افغان ځواکونه د نښتې پر مهال د خپلو ځینو پوستو او مورچو پرېښودو ته اړ شوي دي. د پاکستاني لوري په معلوماتو کي ویل شوي چې په نښته کي توپخانه هم کارول شوې ده.

 

بلخوا، د افغانستان د طالبانو حکومت د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند ویلي چې د اکتوبر په لسمه ماښام د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کي د ډیورنډ کرښې پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې شوې دي.

 

د نوموړي په وینا، لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې پیل کړې چې افغان سرحدي ځواکونو یې په ځواب کي د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې. د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند ویلي چې له نښتې وروسته وضعیت بېرته عادي شوی او افغان لوري ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

 

د افغان لوري دا څرګندونې د پاکستاني سرچینو له هغو معلوماتو سره توپیر لري چې وايي، په نښته کي افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې پوستې یې زیانمنې شوې دي.

 

دواړه لوري یو بل د ډزو په پیلولو تورنوي، خو تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې نښته کوم لوري پیل کړې، څومره وخت یې دوام کړی او دواړو خواوو ته څومره زیان اوښتی دی.

 

خرلاچي د کرمې ضلعې له مهمو سرحدي لارو څخه ده چې د پکتیا له ډنډپټان ولسوالۍ سره نښلي. د دې لارې له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ او تجارت کېږي.

 

افغانستان : پکتیا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې
افغانستان : پکتیا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې

 

د نښتې له امله د خرلاچي پر سرحدي لاره د تګ راتګ، د تجارت د فعالیتونو او نږدې کلیو ته د احتمالي زیانونو په اړه لا کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی له تېرو څو میاشتو راهیسې روان دی.

 

د سپتمبر په وروستیو کي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې او پر افغان خاوره هوايي بریدونه راپور شوي وو. پاکستان ویلي وو چې دا بریدونه یې د خپلې خاورې د امنیت لپاره کړي، خو افغان چارواکو دغه بریدونه د خپل هېواد د حاکمیت خلاف بللي وو.

 

د اکتوبر د لسمې د نښتې په اړه د معلومات روز د راپور له مخې، ډزې د مازیګر شاوخوا څلور نیمې بجې پیل شوې وې. د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا هم د نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ډزې درېدلې دي.

 

د خرلاچي او ډنډپټان د تازه نښتې د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه د دواړو لورو متضاد معلومات لا خپلواک تصدیق ته اړتیا لري.