بلجیم (شال نیوز) : د افغانې فلم جوړوونکې شهربانو سادات نوی فلم «ښه سړي نشته» د بلجیم په ګېنټ ښار کي د فلمونو د نړیوالې مېلې د سیالۍ برخې ته غوره شوی دی.
د مېلې د اعلان شوي پروګرام له مخې، دا فلم به د اکتوبر پر ۱۳مه، ۱۵مه، ۱۶مه، ۱۷مه او ۱۸مه نندارې ته وړاندې شي. د فلم کیسه د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په کابل کي د یوې ښځینه خبریالې پر ژوند راڅرخي.
شهربانو سادات پخپله په فلم کي د نارو په نوم د یوې کمرهوالې کردار لوبوي چې په یوه ټلوېزیون کي کار کوي. نارو په خپل کار کي د ښځو پر وړاندې له تبعیض سره مخ ده. له دې سره د خپل مېړه څخه د بېلېدو او د خپل ماشوم د ساتنې لپاره هم هڅې کوي.
فلم په کابل کي د ښځو د ژوند، مینې، کورنیو اړیکو او ټولنیزو ستونزو کیسه د طنز او ډرامې په بڼه وړاندې کوي. «ښه سړي نشته» د ۲۰۲۶ کال د برلین د فلمونو د نړیوالې مېلې د پرانیستې لپاره هم غوره شوی و. د ګېنټ د فلمونو د نړیوالې مېلې د معلوماتو له مخې، دا د شهربانو سادات درېیم اوږد فلم دی.


شال نیوز