اوسلو (شال نیوز) : د ناروې د نوبل کمېټې د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزه د سویلي افریقا قانونپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پېلای ته ورکړې ده.

 

د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر نهمه، په اوسلو کي د جایزې د ګټونکې نوم اعلان کړ او ویې ویل چې پېلای د بشري حقونو، نړیوال قانون او د جګړه‌ییزو جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کي د اوږدې مبارزې له امله د دې جایزې لپاره غوره شوې ده.

 

د نوبل کمېټې مشر یورګن واتنه فریدنېس د جایزې د اعلان پر مهال د پېلای د حقوقي فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغې خپل مسلکي ژوند د بشري حقونو دفاع او د نړیوال عدالت پیاوړتیا ته وقف کړی دی.

 

کمېټې په خپله اعلامیه کي ویلي چې نړیوال قانون او هغه ادارې چې د قانون د پلي کولو مسوولیت لري، له سخت فشار سره مخ دي. د کمېټې په وینا، په نړیوالو اړیکو کي د قانون پر ځای د زور کارول زیات شوي او د سولې د ټینګښت لپاره د نړیوال قانون درناوی ضروري دی.

 

ناوي پېلای په ۱۹۴۱ کال کي د سویلي افریقا په ډربن ښار کي د هندي نسل په یوه کورنۍ کي زېږېدلې ده. هغې د توکمیز تبعیض پر مهال د قانون زده کړې وکړې او په ۱۹۶۷ کال کي یې خپل د وکالت دفتر پرانیست.

 

پېلای د توکمپالنې د مخالفو فعالانو او سیاسي بندیانو د حقونو لپاره کار کړی دی. په ۱۹۹۵ کال کي د سویلي افریقا د عالي عدالت قاضۍ وټاکل شوه او وروسته یې په نړیوالو عدالتي ادارو کي دندې ترسره کړې.

 

هغې له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې د روانډا د نسل وژنې د جرمونو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو په نړیواله جزايي محکمه کي د قاضۍ په توګه کار وکړ. له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې د دغې محکمې مشره هم وه.

 

پېلای له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د جرمونو په نړیواله جزايي محکمه کي قاضۍ وه او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه دنده ترسره کړه.

 

نوموړې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ملګرو ملتونو د هغې خپلواکې تحقیقاتي کمېټې مشري هم کړې چې په اسرائیلو او اشغال شویو فلسطیني سیمو کي یې د بشري حقونو سرغړونې څېړلې دي.

 

د دغې کمېټې په راپورونو کي د غزې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د وژنې، د نړیوال قانون د سرغړونو او د جګړه‌ییزو جرمونو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

 

کمېټې اسرائیل په غزه کي په نسل وژنه تورن کړی، خو اسرائیلو دا تورونه رد کړي دي. ناوي پېلای د میانمار پر ضد د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې په قضیه کي هم د عدالت په نړیواله محکمه کي د ځانګړې قاضۍ په توګه دنده ترسره کوي.

 

د ناروې د نوبل کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د سولې جایزه په داسې وخت کي ورکول کېږي چې په بېلابېلو هېوادونو کي جګړې روانې دي او د نړیوال قانون د پلي کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

د سولې د نوبل جایزه به د دسمبر پر لسمه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کي په رسمي مراسمو کي ورکړل شي.