مانسهره (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کي د غیرت په نوم د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ او ۲۷ کلن ځوان د وژنې په تور پولیسو د دواړو وروڼه نیولي دي. پولیس وايي، دغه وژنې د یوې سیمه ییزې جرګې د پرېکړې له مخې شوې دي۔ 

 

د مانسهرې د پولیسو مشر اظهر خان ویلي، وژل شوې نجلۍ د بټګرام اوسېدونکې وه او وژل شوی ځوان ګلنواز نومېده۔ د نوموړي په وینا، یوې سیمه ییزې جرګې پرېکړه کړې وه چې نجلۍ دې خپل ورور او ګلنواز دې خپل ورور ووژني۔ 

 

اظهر خان ویلي، دواړه یوې شاړې سیمې ته بیول شوي او هلته وژل شوي دي، خو پولیسو ته د پېښې اطلاع نه وه ورکړل شوې۔

 

د پولیسو مشر په وینا، پولیس د خپلو سرچینو له لارې له پېښې خبر شول، د دواړو مړي یې ترلاسه کړل او پلټنې یې پیل کړې۔ هغه ویلي، د پلټنو پر مهال د جرګې د پرېکړې خبره مخې ته راغله او پولیسو د نجلۍ او ځوان وروڼه د وژنې په تور ونیول

 

پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې په جرګه کي څومره کسانو ګډون کړی و او د جرګې د نورو ګډونوالو پر ضد یې څه قانوني ګامونه اخیستي دي۔

 

د صنفي برابرۍ او جمهوريت دپاره کار کونکي غير دولتي اداري سسټينبل سوشل ډيلويلپمنټ آرګنائزيشن (ايس ايس ډي او) د کال ۲۰۲۴ راپور ترمخه تير کال پاکستان کې په ښځو د تشدد ۳۲۶۱۷ کيسونه رپورټ شوي دي۔

 

راپور ترمخه تير کال ټول هيواد کې د ريپ ۵۳۳۹ کيسونه مخي ته راغلي دي، هم دغه شان څلريشت زره نه سيوا ښځي تښتول شوي، د کورني تشدد ۲۲۳۸ او د غيرت په نامه د وژني ۵۴۷ کيسونه رامخي ته شوي دي۔


قانون پوهان او فعالان وائي چي قانون باندي صحيح عمل نه کيدو ،د پلټنو نظام کی کمزوري اور منفي ټو لنيز رويئ د غيرت په نامه وژنو کې د کمې نه راتلو مهمې وجي دي۔

 

د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي غیردولتي سازمان ‘ساحل’ په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۶م کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال پر ښځو د تشدد ۳۱۷۲ پېښې ثبت شوې دي.

 

د جولایۍ په ۲۳مه خپور شوي راپور له مخې، په ثبت شویو پېښو کې د ښځو د وژنې ۶۴۴، د فزیکي تشدد ۵۱۴، او د تښتونې ۴۶۲ پېښې شاملې دي. راپور دا هم ښيي چې په همدې موده کې د نرښځیانو پر ضد د تشدد ۱۸ پېښې هم ثبت شوې دي.

 

د راپور له مخې، د ښځو د ځان وژنې ۳۶۳، د جنسي تېري ۲۸۰، او د ناموس په نوم د وژنې ۱۳۲ پېښې هم ثبت شوې دي. د عمر له مخې، په ۳۳۴ پېښو کې اغېزمنې ښځې د ۲۱ او ۳۰ کلونو ترمنځ وې، او په ۳۰۶ پېښو کې د ۱۱ او ۲۰ کلونو ترمنځ نجونې شاملې وې.

 

راپور زیاتوي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ۵۴ سلنه پېښې د اغېزمنو ښځو په خپلو کورونو کې رامنځته شوې دي.

 

د ساحل د شمېرو له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب کې ثبت شوې دي، چې شمېر یې ۲۳۵۲ ته رسېږي او د ټولو ثبت شویو پېښو ۷۴ سلنه جوړوي. په سند کې ۵۵۴، خیبر پښتونخوا کې ۱۸۰، بلوچستان کې ۴۸، اسلام ‌اباد کې ۳۰، ازاد کشمیر کې ۵ او ګلګت بلتستان کې ۳ پېښې ثبت شوې دي.