په شمالي وزیرستان کې د لوبو د محکمې ضلعي افسر، نورالله وزیر، د تبادلې پر ضد لوبغاړو، سپورټس ایسوسی ایشن، مشرانو او ټولنیزو شخصیاتو سخت احتجاج کړی او دغه پرېکړه یې په کلکه رد کړې ده.
د میرام شاه پریس کلب مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې د لوبو د ودې لپاره کار کوونکی افسر له دندې لرې کول د ځوانانو د راتلونکي سره لوبې کول دي. مظاهرچیانو او ویناوالو ټینګار وکړ چې په لوبو کې سیاسي مداخلت باید بند شي، ځکه دا کار د سیمي د ځوانانو استعداد د ځپلو سبب ګرځي.

په ګډه خبري غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف د ځوانانو څانګې صدر ،امین الله، او ،حسن زیب، وویل چې دغه افسر په لومړي ځل ویران لوبغالي آباد کړي او ځوانانو ته یې د لوبو موقع برابره کړې ده، خو اوس د سیاسي مخالفینو د انا له امله له دندې لرې کېږي.
د سیمي مشران او لوبغاړي وایي چې دا پرېکړه د منلو وړ نه ده او که سمدستي بېرته وا نه خیستل شي نو دوي به د وزیراعلیٰ هاوس مخې ته د احتجاجي پرلت اعلان وکړي.
دوي زیاته کړه چې د شمالي وزیرستان د ځوانانو استعداد د هیچا د سیاسي ګټو او شخصي اختلافاتو ښکار کېدل د زغملو وړ نده.

صفدر داوړ