کراچۍ (شال نیوز) : پاکستانۍ اداکارې دنیانیر مبین، چې لومړی پر ټولنیزو رسنیو مشهوره شوې وه، اوس یې سندرې ویل هم پیل کړي او د «ټچ» په نوم یې خپله لومړۍ سندره خپره کړې ده.

 

په دې سندره کي له هغې سره ځوان سندرغاړي حیدر مستحسن هم سندره ویلې ده. دا سندره په اردو او انګلیسي ژبو ویل شوې او د پاپ موسیقۍ په انداز جوړه شوې ده. دنیانیر مبین د اکتوبر پر پنځمه د خپلې لومړۍ سندرې د خپرېدو اعلان کړی و.

 

دنیانیر هغه وخت مشهوره شوه چې پر ټولنیزو رسنیو یې یوه لنډه ویډیو خپره کړه. په دې ویډیو کي هغې د «پاوري هو رهي هې» جمله ویلې وه چې وروسته په پاکستان او هند کي ډېره مشهوره شوه.

 

له دې وروسته دنیانیر په پاکستانۍ ټلوېزیوني ډرامو کي کار پیل کړ او په «صنف آهن» او «محبت ګم شده مېري» ډرامو کي یې اداکاري وکړه.

 

«ټچ» د هغې لومړۍ رسمي سندره ده. دنیانیر تر دې وړاندې د اداکارۍ له لارې پېژندل کېده، خو اوس یې د اداکارۍ ترڅنګ سندرې ویل هم پیل کړي دي.