سیټل (شال نیوز) : د پاکستان د مشهور فلم ډایرکټر سرمد سلطان کهوسټ نوی فلم «لالي» د امریکا په سیټل ښار کي د جنوبي اسیا د فلمونو د ۲۱مې نړیوالې مېلې د پرانیستې لپاره ټاکل شوی دی.

 

دا مېله به د اکتوبر له ۱۳مې تر ۱۸مې پورې وي او د جوړوونکو په وینا، د ۱۶ هېوادونو ۱۳۶ فلمونه به پکي نندارې ته وړاندې شي. په دې فلمونو کي د ۵۰ ښځینه فلم جوړوونکو فلمونه هم شامل دي.

 

د مېلې جوړوونکو ویلي چې د «لالي» ځانګړې ننداره به د اکتوبر پر ۱۵مه وي. سرمد سلطان کهوسټ د پاکستان د فلمونو او ټلوېزیوني ډرامو له مشهورو ډایرکټرانو څخه دی. نوموړي په خپلو فلمونو او ډرامو کي د ټولنې بېلابېلې ستونزې او د خلکو د ژوند کیسې راخیستې دي.

 

په دې مېله کي به د فلمونو د نندارې ترڅنګ د لیکوالو، ډایرکټرانو، اداکارانو او د فلمي صنعت د نورو کسانو ترمنځ غونډې هم کېږي. د جوړوونکو په وینا، ۱۵ فلمونه به د لومړي ځل لپاره نړیوالو لیدونکو ته وښودل شي.

 

د سیټل د جنوبي اسیا د فلمونو مېله د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو فلم جوړوونکو ته دا موقع برابروي چې خپل فلمونه په امریکا کي خلکو ته وښيي.