وېنېس (شال نیوز) : د افغان هنرمندانو یوې ډلې له دوو نړیوالو هنري ادارو سره په ګډه هڅې پیل کړې دي چې د ۲۰۲۸ کال د وېنېس په نړیوال هنري نندارتون کي د افغانستان لپاره ځانګړی ځای ترلاسه کړي.

 

د هنري ازادۍ او د هنرمندانو د ملاتړ ادارو ویلي چې د دې هڅو د رسمي پیل لپاره به د اکتوبر پر نهمه د ایټالیا په وېنېس ښار کي یوه غونډه وکړي.

 

د غونډې جوړوونکي وايي، غواړي هغو افغان هنرمندانو ته د خپل هنر د ښودلو موقع برابره کړي چې په افغانستان او له هېواده بهر ژوند کوي.

 

په دې غونډه کي به افغان هنرمندان، د هنري نندارتونونو جوړوونکي او د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هم ګډون وکړي.

 

د دې هڅو پیل کوونکي وايي، د افغانستان د هنر استازیتوب باید یوازې په حکومتي ادارو پورې تړلی نه وي، بلکې افغان هنرمندانو ته هم پکار ده چې په نړیوالو نندارتونونو کي خپل هنر خلکو ته وښيي.

 

د وېنېس نړیوال هنري نندارتون د نړۍ له مشهورو هنري نندارتونونو څخه دی چې د بېلابېلو هېوادونو هنرمندان پکي خپل هنري اثار نندارې ته ږدي.

 

تر اوسه د ۲۰۲۸ کال په نندارتون کي د افغانستان لپاره د ځانګړي ځای د جوړېدو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د اکتوبر نهمې غونډه د همدې هڅو لومړی رسمي ګام بلل کېږي.