مسکو (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مسکو کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمهییزو حالاتو او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کتنه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده. د وزارت په وینا، متقي د افغانستان په اړه د چین دریځ «متوازن او رغنده» بللی او مننه یې ترې کړې ده.
یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاري او د افغانستان له لارې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول ګډو هڅو ته اړتیا لري.
چین په تېرو میاشتو کې هم له طالبانو سره سیاسي تماسونه زیات کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره یې پر خبرو او سیمهییزې همکارۍ ټینګار کړی دی.


شال نیوز