تاشکند (شال نیوز) : د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د خوړو د خوندیتوب په اړه په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.

 

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او د اکتوبر پر اوومه او اتمه د وچې پورې تړلو هېوادونو په نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون کوي.

 

د وزارت په وینا، په غونډه کې د خوړو خوندیتوب او د دوامدارې پراختیا موخې د بحث مهم موضوعات دي او د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې برخه اخلي.

 

ټاکل شوې چې افغان پلاوی د سفر پر مهال له ازبک چارواکو او د نورو ګډونوالو هېوادونو له استازو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړي.

 

د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پراخول، د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره د صادراتي بازارونو موندل او د ګډې پانګونې امکانات هم د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

 

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، افغان پلاوی به له ګډونوالو سره د کرنې په برخه کې د تجربو او مسلکي پوهې د شریکولو او افغان کرنیزو محصولاتو ته د نویو بازارونو د موندلو په اړه هم خبرې وکړي.