کابل (شال نیوز) : په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو ډېرې تاریخي ورځې له جګړې سره تړلې دي. یوه ډله د خپلې بریا ورځ لمانځي، بله د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بله د یوه حکومت د سقوط یا جوړېدو یاد کوي.

 

د اکتوبر اوومه هم له همدې ورځو یوه ده. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل. د دې جګړې د پیل ۲۵ کاله پوره شول.

 

په دې مناسبت د طالبانو پلوي یو شمېر رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې او مطالب خپاره کړي چې د طالبانو بیا واک ته رسېدل پکې د دوی بریا او له افغانستانه د امریکا او متحدانو وتل د لوېدیځ ماتې بلل شوې ده.

 

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بیا کابل ونیو او د همدې میاشتې په پای کې وروستي امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل. خو د افغانستان د جګړو تاریخ یوازې د یوه لوري د بریا او د بل د ماتې تاریخ نه دی. تر شا یې د میلیونونو افغانانو د ژوند کیسې پرتې دي.

 

افغانستان له څلورو لسیزو ډېر وخت د جګړو شاهد پاتې شوی دی. د شوروي ځواکونو له راتګ وروسته جګړه، د مجاهدینو مقاومت، کورنۍ جګړې، د طالبانو لومړۍ واکمني او بیا د امریکا په مشرۍ شل کلنه جګړه هغه پړاوونه دي چې هر یوه یې افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې تر ۴۰ زرو ډېر ملکي کسان وژل شوي او له ۷۷ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

 

د براون پوهنتون د جګړې د لګښتونو څېړنه وايي، د جګړې اصلي انساني زیان تر ثبت شویو مرګونو هم پراخ دی. خلک د جګړې له مستقیمو بریدونو سربېره د بې‌وزلۍ، لوږې، د روغتیايي خدمتونو د خرابېدو او بې‌ځایه کېدو له امله هم اغېزمن شوي دي.

 

جګړې کلي او کورونه هم وران کړل او میلیونونه خلک یې له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ کړل. حتی د جګړې له پای وروسته هم د هغې پاتې شوني افغانان وژني.

 

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې نږدې ۴۶ زره افغان ملکي کسان د ماینونو او د جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په ۲۰۲۵ کال کې د دغو چاودېدونکو توکو د قربانیانو شاوخوا ۷۰ سلنه ماشومان وو.

 

خو د افغانستان په کلیزه کې د جګړې د دغو قربانیانو لپاره یوه ګډه ورځ نه لیدل کېږي. د شوروي ځواکونو د وتلو ورځ شته، د مجاهدینو د بریا ورځ شته، د امریکا د پوځي عملیاتو د پیل ورځ یادیږي او طالبان د اګست ۱۵مه د خپلې بریا د ورځې په توګه لمانځي.

 

هر لوری خپله ورځ او خپل روایت لري. خو د هغه ماشوم ورځ کومه ده چې په جګړه کې ووژل شو؟ د هغې مور ورځ کومه ده چې زوی یې کور ته ستون نه شو؟ د هغې کورنۍ ورځ کومه ده چې کور یې وران او کلی یې پرېښود؟ او د هغو میلیونونو افغانانو ورځ کومه ده چې د بېلابېلو حکومتونو، پوځونو او وسله‌والو ډلو د جګړو بیه یې ورکړې ده؟

 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اکتوبر د اوومې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې د افغانستان د جګړې ډېر قربانیان لا هم عدالت، تاوان او د خپلو زیانونو رسمي منلو ته انتظار باسي. دغه سازمان د امریکا او متحدانو، د پخواني افغان حکومت اړوندو ځواکونو، طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو له خوا د سرغړونو یادونه کړې ده.

 

د افغانستان د جګړو په اړه د بریا او ماتې روایتونه بېلابېل دي او هر لوری یې له خپل نظره بیانوي.

خو د دغو جګړو یوه پایله د ټولو لپاره یوه وه: لسګونه زره کسان ووژل شول، زرګونه کورنۍ د خپلو غړو په غم کې پاتې شوې، خلک له خپلو کلیو او ښارونو ووتل او د جګړې ماینونه او ناچاودې وسلې لا هم د افغانانو ژوند اخلي.

 

په افغانستان کې د جګړو د پیل او پای ډېرې ورځې یادېږي.

 

خو د جګړو د قربانیانو ګډه ورځ کومه ده؟