بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان پولیس وايي، د اکتوبر پر اوومه سهار د دغه ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې چاودنه شوې چې دوه ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې دوه ملکي کسان په یوه کرولا موټر کې سپاره وو. د هغه په وینا، دواړه کسان سطحي ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
کامګار وايي، امنیتي کسانو له پېښې وروسته سیمه څېړلې او د چاودنې په تړاو یې څلور مشکوک کسان نیولي دي. نوموړي د نیول شویو کسانو د هویت او دا چې پر هغوی څه ډول شک دی، نور معلومات نه دي ورکړي.
پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې چاودېدونکي مواد په کوم ځای کې اېښودل شوي وو او هدف یې هم روښانه نه دی. دا هم نه ده څرګنده شوې چې چاودنه د لرې کنټرول له لارې شوې او که په بل ډول.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
فیضاباد د بدخشان مرکز دی. په افغانستان کې تر پخواني حکومت وروسته هم وخت ناوخت چاودنې او وسله وال بریدونه شوي چې په یو شمېر مواردو کې یې مسؤلیت داعش خراسان منلی، خو د چهارشنبې د فیضاباد د پېښې په اړه تر اوسه د کومې ډلې د لاس لرلو شواهد نه دي وړاندې شوي.
د بدخشان پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او نور معلومات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته خپاره کړي.


شال نیوز