رزمک (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د رزمک کېډټ کالج د یو شمېر زدهکوونکو میندو پلرونو د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته کالج ته د خپلو ماشومانو د ستنېدو پر انتظاماتو اندېښنه ښودلې او وايي، زدهکوونکي دا ځل د خوندي قافلې پر ځای په شخصي او عامه ټرانسپورټ کي رزمک ته تللي دي.
میندو پلرونو ویلي، د منظم ټرانسپورټ د نشتوالي له امله زدهکوونکي په بنو او رزمک بازار کي په جلا جلا ډلو کي لیدل شوي، چې له امله یې د هغوی د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دوی شکایت کړی چې ځینو ټکسي چلوونکو له زدهکوونکو زیاتې کرایې اخیستې او په څلور کسیزو موټرو کي یې پنځه ـ پنځه زدهکوونکي سپاره کړي دي.
میندو پلرونو پوښتنه کړې، که د امنیتي اندېښنو له امله د زدهکوونکو لپاره د ګډې او خوندي قافلې انتظام نه کېږي، نو په عامه او شخصي ټرانسپورټ کي د ماشومانو جلا جلا سفر څنګه خوندي بلل کېدای شي؟
دوی د رزمک کېډټ کالج له انتظامیې او د شمالي وزیرستان له ضلعي چارواکو غوښتي چې د زدهکوونکو د خوندي تګ راتګ لپاره منظم او باوري انتظام وکړي، د ټرانسپورټ پر کرایو څارنه زیاته کړي او په موټرو کي له ټاکلي شمېر څخه د زیاتو کسانو د سپرولو مخه ونیسي.
د رزمک کېډټ کالج انتظامیې او ضلعي چارواکو تر اوسه د میندو پلرونو د دغو شکایتونو په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.


ظفر وزير