بوینس ایرس (شال نیوز) : د ارجنټاین د فوټبال زرګونه مینه وال په بوینس آیرس کي د لیونل مسي د ملي لوبډلې وروستۍ لوبې ته ورغلي وو او له خپل اوږدمهاله کپتان سره یې مخه ښه وکړه.
۳۹ کلن مسي د اکتوبر پر شپږمه د بنین پر وړاندې د ارجنټاین په کمیس کي خپله وروستۍ نړیواله لوبه وکړه. ارجنټاین لوبه درې پر صفر وګټله. مسي یو ګول وکړ او د دوو نورو ګولونو په جوړولو کي یې مرسته وکړه.
له ۸۵ زرو ډېر نندارچیان مونومینتال لوبغالي ته ورغلي وو. د لوبې په لسمه دقیقه کي، چې د مسي د کمیس له ۱۰ شمېرې سره تړاو لري، نندارچیانو په ولاړېدو هغه ته درناوی وکړ. په لوبغالي کي د ارجنټاین یو لوی کمیس هم خپور شوی و چې د مسي ۱۰ شمېره او د مننې پیغام پرې لیکل شوی و.
دا د ارجنټاین لپاره د مسي ۲۰۸مه لوبه وه. هغه د ملي لوبډلې لپاره خپل ۱۲۶م ګول هم په همدې لوبه کي وکړ. مسي له څه باندې دوو لسیزو وروسته له نړیوال فوټبال سره مخه ښه کوي. هغه له ارجنټاین سره د ۲۰۲۲ نړیوال جام اتلولي وګټله او د کوپا امریکا په اتلولیو کي یې هم د لوبډلې مشري کړې ده.
د لوبې له پای وروسته مسي له خپلو ملګرو او د لوبډلې له کارکوونکو سره پر میدان پاتې شو او مینه والو ورته د اوږدې مودې لپاره چکچکې ووهلې. د لوبغالي په اسمان کي د ډرونونو له لارې هم هغه ته د مننې پیغامونه ښکاره شول.
مسي وویل، د ارجنټاین د ملي لوبډلې کمیس اغوستل ورته تل د ویاړ خبره وه. د مسي له وتلو سره د ارجنټاین د فوټبال هغه دوره پای ته ورسېده چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې روانه وه؛ له پرلهپسې ماتو او نیوکو نیولې، تر کوپا امریکا او نړیوال جام ګټلو پورې.


شال نیوز