صوابۍ (شال نیوز) : د صوابۍ په تورډهېر سیمه کي د صوبايي اسمبلۍ د غړي عبدالکریم تورډهېر پر حجره د شپې ناوخته ناڅرګنده وسله والو ډزې کړې دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، د پېښې پر مهال عبدالکریم تورډهېر، د هغه ورور عبدالناصر او درې ساتونکي له سیمې بېدرکه شوي دي.
سرچینې اندېښنه څرګندوي چې ښايي وسله والو له ځان سره بیولي وي، خو د هغوی د تښتونې په اړه تر اوسه د پولیسو رسمي تایید نه دی ترلاسه شوی.
د پېښې وروسته په سیمه کي اندېښنه خپره شوې ده. تر دې دمه دا هم نه ده روښانه چې برید چا کړی او د عبدالکریم تورډهېر او ورسره کسانو اوسنی حالت څه دی.
شال نیوز هڅه کوي د صوابۍ له پولیسو او نورو اړوندو چارواکو څخه د پېښې رسمي جزیات ترلاسه کړي. د پولیسو له تایید وروسته به خبر تازه شي


شال نیوز