واڼا (شال نیوز) : کوز سویلي وزیرستان کې د ځنګلونو د ناقانونه وهلو په یوه قضیه کې دوو کسانو ته د یو، یو کال بند او ۵۰، ۵۰ زره پاکستانۍ روپۍ جرمانې سزا ورکړل شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، په واڼا کې د ځنګلونو اړوند په قضیه کې د ایډیشنل اسسټنټ کمېشنر رضوان برکي له لوري حبیب الله عرف خابلي او دراز خان ته د یو، یو کال بند سزا او پر هر یو د ۵۰ زره روپیو جرمانه لګول شوې ده.

 

د سزا له اعلان وروسته دواړه کسان پولیسو ته سپارل شوي او زندان ته انتقال شوي دي. په دې قضیه کې درېیم نومول شوی کس دوست محمد عرف مامادې لا هم تښتېدلی دی.

 

چارواکي وايي، دا په واڼا کې د ځنګلونو د ناقانونه وهلو په تړاو د قضیې لومړنی داسې پرېکړه ده چې پکې تورنو کسانو ته د بند او جرمانې سزا ورکړل شوې ده.

 

د ځنګلونو ناقانونه وهل د سیمې د طبیعي سرچینو ترڅنګ پر چاپېریال، اوبو او ځنګلي ژوو هم اغېز کوي. چارواکي ټینګار کوي چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره به د ناقانونه ونو وهلو پر وړاندې قانوني اقدامات دوام ولري.