بدخشان (شال نیوز) : د طالبانو حکومت د بدخشان په واخان ولسوالۍ کي د چین تر پولې پورې ۱۲۱ کیلومتره سړک پرانیستی دی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور ویلي، پر دې جغل اچول شوي سړک ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.
د وزارت په وینا، پر سړک څلور لوی پلونه، ۶۶ پلچکونه او شاوخوا ۳۱۰۰ متره استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي. عبداللطیف منصور د سړک د پرانیستلو په مراسمو کي ویلي چې دا لاره له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ لپاره اهمیت لري.
خو تر اوسه نه افغانستان او نه چین اعلان کړی چې له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ پیل شوی دی. د مال وړونکو موټرو د تګ راتګ، ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګریزې پولې د فعالېدو په اړه هم رسمي جزیات نه دي ورکړل شوي.
اقتصادي کارپوه شهیم احمدي افغانستان انټرنېشنل ته ویلي چې تر چین پورې د سړک رسېدل په دې معنا نه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه بشپړه سوداګریزه لاره فعاله شوې ده. د هغه په وینا، د درنو موټرو لپاره د سړک کیفیت او د ګمرک او سوداګرۍ انتظامات لا مهمې مسئلې دي.
واخان د افغانستان په شمال ختیځ کي له چین سره نږدې ۹۰ کیلومتره پوله لري. دا سیمه په شمال کي له تاجکستان او په جنوب کي له پاکستان سره هم پوله لري.
افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د واخان له لارې له چین سره مستقیمه ځمکنۍ سوداګریزه اړیکه جوړه کړي، خو چین تر اوسه د واخان له لارې د رسمي سوداګریزې پولې د پرانیستلو اعلان نه دی کړی.


شال نیوز