ریاض (شال نیوز) : سعودي عرب د فوټبال د ۲۰۳۴ نړیوال جام لپاره د «نیوم» په ښار کي د شاوخوا دوه نیم میلیارد ډالرو په لګښت د جوړېدونکي سټېډیم پلان تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.

 

رویټرز د موضوع له دوو باخبره سرچینو سره د خبرو پر بنسټ ویلي، دا ۴۶ زره څوکۍ لرونکی سټېډیم د «د لاین» په نوم د نیوم د سترې پروژې دننه، له ځمکې څه باندې ۳۵۰ متره لوړ د جوړېدو لپاره طرحه شوی و.

 

سرچینې وايي، د «د لاین» په پروژه کي ځنډ او د هغې د پلانونو محدودېدل د سټېډیم پر راتلونکي هم اغېز کړی دی. د سعودي د عامه پانګونې صندوق مشر یاسر الرمیان په اپرېل کي ویلي وو چې «د لاین» تر ۲۰۳۰ کال مخکې د دوی لومړیتوب نه دی، خو هغه هغه مهال د پروژو د لغوه کېدو خبره رد کړې وه.

 

د سعودي حکومت تر اوسه په رسمي توګه نه دي ویلي چې نیوم سټېډیم لغوه شوی دی. د ۲۰۳۴ نړیوال جام د کوربه‌توب ادارې ویلي چې د سیالیو لپاره د نورو سټېډیمونو د جوړولو کار روان دی، خو د نیوم سټېډیم د راتلونکي په اړه یې مستقیم ځواب نه دی ورکړی.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کي شوی چې سعودي عرب له مالي فشار سره مخ دی. د دغه هېواد د مالیې وزارت د سپتمبر پر ۳۰مه وویل، په ۲۰۲۶ کال کي د حقیقي اقتصاد د ۳.۶ سلنه کمېدو اټکل شوی، چې لوی لامل یې د تېلو په فعالیتونو کي کموالی دی.

 

حکومت د ۲۰۲۷ کال لپاره هم د ناخالص کورني تولید د شاوخوا ۳.۶ سلنې په اندازه بجټ کسر اټکل کړی دی. سعودي عرب د ۲۰۳۴ نړیوال جام لپاره په پنځو ښارونو کي د ۱۵ سټېډیمونو د جوړولو یا بیارغولو پلان لري. په الخُبر کي د ارامکو سټېډیم د هغو پروژو له ډلې دی چې کار پرې مخ ته تللی دی.