د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان ستوری ،عظمت الله عمرزی، یو وارې بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درجه بندۍ کې د نړۍ د غوره هر اړخیز لوبغاړي په توګه خپل لومړی مقام ټینګ ساتلی دی.

 

د راپورونو له مخې، د نړیوال کرکټ شورا په تازه درجه بندۍ کې عمرزی د ۳۲۹ پوائنټونو سره په لومړي نمبر ولاړ دی، چې دا د هغه د پرله ‌پسې ښې کارکردګۍ څرګندونه کوي.

 

په همدې فهرست کې د زمبابوې تکړه لوبغاړی سکندر رضا د ۲۷۶ پوائنټونو سره دوېیم، او د افغانستان تجربه کار هر اړخیز لوبغاړی محمد نبي د ۲۷۵ پوائنټونو سره درېیم ځای خپل کړی دی۔ په دي درجه بندۍ کې د پاکستان يو لوبغاړي هم لومړي ۱۰ لوبغاړو کي ځای نه دی جوړ کړی خو سلمان آغا د ۲۰۱ پوائنټونو سره په ۱۱م نمبر موجود دې۔

 

عمرزی نه یوازې په یو ورځنیو سیالیو کې ځلېدلی، بلکې د شل اوریزو سیالیو د هر اړخیزو لوبغاړو په درجه بندۍ کې هم پنځم مقام لري، په داسې حال کې چې په دې بڼه کې سکندر رضا په لومړي نمبر دی. په دي درجه بندۍ کې د پاکستان صائم ايوب ۲۷۵ پوائنټونو سره په درېيم نمبر موجود دې۔

 

د لوبډلو په درجه بندۍ کې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې اووم مقام خپل کړی دی. په دې لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډله، د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډله او د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله په ترتیب سره په لومړي، دویم او درېیم نمبر دي. پاکستان په دې درجه بندۍ کې په څلورم نمبر موجود دې۔ 
 

افغانستان په دې درجه بندۍ کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې، د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې نه مخکې دی، چې دا د لوبډلې د وروستیو بریاوو څرګندونه کوي.

 

بلخوا، د شل اوریزو سیالیو د لوبډلو په درجه بندۍ کې افغانستان لسم مقام لري، او هند، انګلستان او اسټرالیا په لومړیو درېیو ځایونو کې شامل دي. دي کې پاکستان په ۶ نمبر موجود دی.