میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د میرعلي په نوانه کلي کې د ډرون برید له امله شپږ ماشومان ژوبل شوي دي. ځايي سرچینې وايي، پېښه د نوانه په سیمه کې شوې او ژوبل ماشومان تر برید وروسته روغتون ته رسول شوي دي.
د سرچینو په وینا، د ځینو ماشومانو ټپونه سخت دي او د نور علاج لپاره د بنو خلیفه ګل نواز روغتون ته انتقالېږي. نورو ژوبلو ماشومانو ته د میرعلي په روغتون کې طبي مرسته ورکول کېږي.
له سیمې ترلاسه شوي عکسونه په روغتون کې څو ژوبل ماشومان ښيي، چې د بدن پر بېلابېلو برخو یې د ټپونو نښې لیدل کېږي. تر اوسه ضلعي یا امنیتي چارواکو د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او دا هم نه ده روښانه شوې چې ډرون د چا و.
شال نیوز د پېښې د نورو جزییاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.


شال نیوز