خوست (شال نیوز) : په خوست کي د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني د ډیورنډ کرښې ته څېرمه مستربل سیمې ته تللی او له ځایي خلکو یې غوښتي چې د خپلې خاورې او سرحدونو په ساتنه کي ونډه واخلي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز د اکتوبر پر پنځمه ویلي، عبدالرحمن حقاني په سیمه کي له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ځایي کورنیو سره لیدلي دي.
د نوموړي په وینا، والي له خلکو غوښتي چې د امنیت او ثبات لپاره له چارواکو سره همکاري وکړي او د خپل منځي شخړو او اختلافاتو په حل کي قومي مشران او دیني عالمان خپل رول ولوبوي. حقاني ویلي، د خاورې او سرحدونو ساتنه د افغانانو ګډ مسوولیت دی.
د خوست د والي دا سفر په داسې وخت کي شوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د فعالیتونو او د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د وروستیو هوايي بریدونو له امله ترینګلې دي.
اسلاماباد وايي، د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه تنظیموي. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
مستربل د خوست په سرحدي سیمه کي پروت دی. د طالبانو سرچینو تر دې وړاندې هم دغه سیمه د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د امنیتي پېښو په راپورونو کي یاده کړې ده.


شال نیوز