پېښور: د خیبر پښتونخوا د اتو پوهنتونونو لپاره نوي وایس چانسلران ټاکل شوي دي. د لوړو زده کړو محکمې د خبرتیاوو له مخې ډاکټر عبدالجلیل خان د خیبر میډیکل پوهنتون، ډاکټر محمد نسیم الله د صوابۍ پوهنتون او ډاکټر محمد عمران د پېښور د کرنې پوهنتون د وایس چانسلرانو په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز ډاکټر محمد حسن الامین د سوات پوهنتون وایس چانسلر ټاکل شوی او د خپلې دندې چارې یې پیل کړې دي. پروفېسر ډاکټر انیلا انور د شهیدې بېنظیر بوټو ښځینه پوهنتون او پروفېسر ډاکټر ادریس د ملاکنډ پوهنتون وایس چانسلران ټاکل شوي دي.
په همدې توګه ډاکټر ساجد رشید احمد د هریپور پوهنتون او ډاکټر اقبال منیر د شهیدې بېنظیر بوټو ښځینه پوهنتون، اپر دیر، وایس چانسلران ټاکل شوي دي.
د لوړو زده کړو محکمې په خبرتیا کې ویل شوي چې د ټولو وایس چانسلرانو د دندې لومړنۍ موده به دوه کاله وي، چې د کارکردګۍ پر بنسټ د نورو دوو کلونو لپاره غځېدای شي.


شال نیوز