کابل / بدخشان (شال نیوز) : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرکزي سایزمیکي مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ جنوب ختیځ ته د ۴.۸ درجې زلزله ثبت کړې ده. دا مرکز شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کابل کي فعال شوی و.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، زلزله د اکتوبر پر پنځمه د شپې په ۱۲ بجو او ۵۷ دقیقو شوې، مرکز یې د جرم ولسوالۍ شاوخوا ۳۳ کیلومتره جنوب ختیځ ته و او ژوروالی یې نږدې ۲۴۸ کیلومتره ثبت شوی دی.

 

د امریکا جیولوجیکل سروې او نورو نړیوالو زلزله‌څارونکو ادارو هم د همدې زلزلې زور، ځای او ژوروالی دې ته نږدې ثبت کړی دی.

 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د مرکزي زلزله‌پېژندنې ډیټا سنټر د سپتمبر په لومړیو کي فعال کړی و. وزارت وايي، مرکز د افغانستان دننه د زلزلو د معلوماتو د راټولولو، ثبت او څېړنې لپاره جوړ شوی دی.

 

افغانستان تر دې وړاندې هم د زلزلو د څار او ثبت سیستمونه لرل او د کانونو وزارت د تېرو کلونو د زلزلو ریکارډونه خپاره کړي دي. له همدې امله دا د افغانستان له خوا د زلزلې لومړنی ثبت نه دی، خو د نوي مرکزي سایزمیکي مرکز له فعالېدو وروسته د کورني ثبت یوه تازه بېلګه ده.

 

تر اوسه د دې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. د ژوروالي له امله د ځمکې ټکانونه په پراخه سیمه کي محسوسېدای شي، خو عموماً د سطحې د سخت زیان امکان یې د کم‌ژورو زلزلو په پرتله لږ وي.