کابل (شال نیوز) : افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کي په لومړي مقام دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په تازه جدول کي راشد خان ۷۱۴ امتیازونه لري او د نړۍ د یو ورځني کرکټ د توپ اچوونکو په سر کي ځای لري.
په همدې درجه بندۍ کي د افغانستان ابراهیم ځدراڼ هم د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په لسو غوره لوبغاړو کي دی. هغه له ۷۱۲ امتیازونو سره پنځم مقام لري.
افغان لوبغاړو د شل اوریز او یو ورځني کرکټ په نورو برخو کي هم په نړیوالو درجه بندیو کي لوړ مقامونه ساتلي دي.
د تازه درجه بندۍ له مخې، پنځه افغان لوبغاړي د یو ورځني او شل اوریز کرکټ په بېلابېلو برخو کي د نړۍ د لسو غوره لوبغاړو په منځ کي ځای لري.


شال نیوز