کابل (شال نیوز) : د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله به په اکتوبر میاشت کي له بنګلهدېش او عمان سره اووه یو ورځنۍ لوبې وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د اکتوبر پر پنځمه ویلي، افغان نولس کلن به پنځه لوبې د بنګلهدېش د نولس کلنو او دوه نورې د عمان د نولس کلنو له لوبډلې سره وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، دا سیالۍ د ځوانو افغان لوبغاړو د چمتووالي د پروګرام برخه ده او لوبغاړو ته به فرصت ورکړي چې د نړیوالو سیالیو لپاره تجربه ترلاسه کړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کي د نولس کلنو کرکټ ته پام زیات کړی او له دې لوبډلې یو شمېر لوبغاړي وروسته ملي لوبډلې ته هم تللي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د بنګلهدېش او عمان پر وړاندې راتلونکې لوبې به د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ارزونې او راتلونکو نړیوالو سیالیو ته د هغوی د چمتو کولو لپاره وکارول شي.


شال نیوز