ځايي سرچینو ویلي، چې د واڼا په غواخوا سيمه کې د ناڅرګنده کسانو لخوا اېښودل شوي بارودي موادو د چاودو له امله يو مهم رابطه پل په بشپړه ډول تباه شوی دی.
شال نيوز ته رسېدلو ويډيوګانو کې ښکاري چې پل په بشپړه توګه د منځه تللی چې له امله یې سيمه ييز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او د تګ راتګ لپاره يې مشکلات زيات شوي دي.
د یادونې وړ ده چې غواخوا هغه سيمه ده، چې د مې په شپږمه پکې د ډرون بريد راپور هم ورکړل شوی و. په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.

صفدر داوړ