پېښور شال نیوز) : پېښور هایکورټ په خېبر پښتونخوا کي په سرکاري طبي او د غاښونو کالجونو کي د زده کړو کوونکو ۸۶ افغان محصلینو له پاکستانه ایستل په موقتي توګه ودرول.

 

د جسټس وقار احمد او جسټس فرح جمشېد دوه کسیزې عدالتي جرګې ویلي، دغه محصلین دې د مقدمې تر راتلونکې اورېدنې پورې له پاکستانه نه ایستل کېږي او که بل قانوني خنډ نه وي، خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي.

 

عدالت د وفاقي کورنیو چارو سیکرټر، د امیګرېشن او پاسپورټونو مشر او د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل رجسټرار ته نوټسونه ورکړي او د مقدمې راتلونکې اورېدنه یې د اکتوبر ۱۲مې ته ټاکلې ده.

 

محصلینو د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل د جولای ۳۱مې او سپتمبر لومړۍ نېټې هغه لیکونه چلنج کړي چې له مخې یې د دوی د زده کړو د بندولو او له پاکستانه د وتلو غوښتنه شوې وه.

 

د محصلینو وکیل عدالت ته ویلي چې دوی د افغان محصلینو لپاره د ځانګړې کوټې له لارې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو طبي او د غاښونو کالجونو ته داخل شوي او د زده کړو لپاره په قانوني ویزو پاکستان ته راغلي دي.

 

عدالت دا مقدمه د یوې بلې افغان محصلې، سیمین نوري، له ورته مقدمې سره هم یوځای کړې ده.