کابل (شال نیوز) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت هیله څرګنده کړې چې افغان نجونو ته هم د زده کړو د دوام زمینه برابره شي.

 

یوناما ویلي، د نجونو زده کړې کولی شي هغوی په راتلونکي کې د ښوونکو په توګه د هېواد د نوي نسل د پوهې او مهارتونو په وده کې ونډه‌والې کړي.

 

د ملګرو ملتونو دغه استازولۍ د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ویلې او د زده کړو او ښوونې په برخه کې یې د هغوی رول مهم بللی دی.

 

د ښوونکي نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۵مه لمانځل کېږي؛ دا ورځ په ۱۹۹۴ کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او کلتور سازمان (یونسکو) له لوري ونومول شوه.