د سوات د غرونو په منځ کي، د مدین د شاګرام په یوه ساده کور کي یو هلک لویېده. پلار یې میا یاقوت خان دیني عالم او د کلي د جومات امام و. د کور هیله دا وه چې زوی به یې دیني زده کړې وکړي او ښايي یوه ورځ به د پلار پر لار روان شي.
خو د دې هلک برخلیک بل لور ته روان و.
هغه بدر منیر و؛ هماغه سړی چې کلونه وروسته یې څېره د پښتو سینما پر لویه پرده دومره مشهوره شوه چې د پښتو فلم د یوې بشپړې دورې یاد ورسره وتړل شو.
د بدر منیر د زېږېدو د کال په اړه په پخوانیو سرچینو کي اختلاف شته. ځینې یې ۱۹۴۰، ځینې ۱۹۴۲ او ځینې ۱۹۴۳ کال یادوي، خو د هغه د ماشومتوب ځای د سوات د مدین د شاګرام کلی ښودل شوی دی.
.jpeg)
پلار یې غوښتل چې زوی دیني تعلیم وکړي. بدر منیر د همدې لپاره چارسدې ته هم ولېږل شو، خو د ده مینه له بلې نړۍ سره وه؛ له هغې نړۍ سره چې کیسې پکي د سپینې پردې پر مخ ژوندۍ کېدې.
هغه وخت به چا فکر کاوه چې د سوات د یوه ملا زوی به یوه ورځ د پښتو سینما تر ټولو پېژندل شویو لوبغاړو څخه شي؟
له سواته تر کراچۍ
د بدر منیر د ځوانۍ ژوند د فلمي ستورو د ژوند په څېر نه و. هغه د روزګار په لټه کي له خپلې سیمې ووت. مزدوري یې وکړه، په هوټل کي یې کار وکړ او د ژوند د ګټلو لپاره یې نورې وړې دندې هم ترسره کړې.
د هغه د لومړني ژوند په اړه په پخوانیو لیکنو کي دا خبره هم ډېره تکرار شوې چې په کراچۍ کي یې رکشه چلوله. خو همدغه کراچۍ هغه د سینما تر دروازې ورساوه.
بدر منیر لومړی د فلم پر پرده نه، بلکې د پردې شاته کار پیل کړ. په فلمي سټوډیو کي یې د څراغونو له ډلې سره کار کاوه. نور کسان به د کمرې مخې ته ولاړ وو او دی به د هغوی پر مخ رڼا اچوله.
څو کاله وروسته همدغه رڼا د ده پر مخ ولوېده. د پاکستان مشهور فلمي لوبغاړي وحید مراد له بدر منیر سره د هغه د فلمي سفر په لومړیو کي مرسته وکړه. بدر منیر په ۱۹۶۶ کال کي په اردو فلم «ارمان» کي په یوه کوچني رول کي راڅرګند شو. دا رول لوی نه و، خو د سینما دروازه ورته پرانیستل شوې وه.
هغه ورځ چې «یوسف خان» پردې ته راغی

۱۹۷۰ کال د بدر منیر د ژوند د بدلېدو کال و. د پښتنو د مشهورې ولسي مینې پر کیسه «یوسف خان شېربانو» فلم جوړ شو. بدر منیر ته د یوسف خان او یاسمین خان ته د شېربانو رول ورکړل شو.
فلم نندارې ته وړاندې شو او د پښتو سینما یوه نوې دوره ورسره پیل شوه. هغه بدر منیر چې یو وخت یې په سټوډیو کي د نورو لوبغاړو لپاره څراغونه سمول، اوس د سینما پر پرده د زرګونو خلکو اتل و.
د «یوسف خان شېربانو» بریا د هغه لپاره یوازې د یوه فلم بریا نه وه. د پښتو فلم جوړوونکو ته یې وښوده چې په پښتو ژبه فلم خپل بازار، خپل ستوري او خپل لیدونکي لرلای شي.
له همدې ځایه بدر منیر نور د یوه نوي لوبغاړي نوم نه و. هغه ستوری شوی و.
ادم خان، ټوپک او د پردې نوی اتل

له «یوسف خان شېربانو» وروسته فلمونه یو په بل پسې راغلل. «ادم خان درخانۍ»، «اوربل»، «دیدن»، «باغي»، «کوچوان»، «خانه بدوش» او «ټوپک زما قانون» د هغه له هغو فلمونو څخه وو چې د پښتو سینما د پخوانۍ دورې له یادونو سره تړلي پاتې شول.
په لومړیو فلمونو کي بدر منیر د مینې د ولسي کیسو اتل و، خو وروسته یې د عمل او جګړې په فلمونو کي هم ځانګړی نوم پیدا کړ. د هغه غښتلې څېره، د خبرو انداز او د جګړې صحنې د هغه د فلمي شخصیت برخه وګرځېدې. پخوانیو همکارانو یې ویلي چې ډېرې خطرناکې صحنې به یې په خپله ترسره کولې.
خو بدر منیر یوازې په پښتو فلمونو کي پاتې نه شو. هغه په اردو او پنجابي فلمونو کي هم کار وکړ او د پاکستان د فلمي نړۍ له نورو مشهورو لوبغاړو سره پر پرده راڅرګند شو.

د هغه د فلمونو د دقیق شمېر په اړه سرچینې یوه خوله نه دي. ځینې پخواني راپورونه څه باندې څلور سوه فلمونه یادوي، ځینې یې شاوخوا شپږ سوه او ځینې نور تر دې هم لوړ شمېر ورکوي.
له همدې امله تر ټولو خوندي تاریخي خبره دا ده چې بدر منیر د خپل نږدې څلور لسیز فلمي ژوند په اوږدو کي په سلګونو پښتو، اردو او پنجابي فلمونو کي کار کړی و.
هغه سړی چې یوه دوره ورسره پېژندل کېده
د بدر منیر شهرت یوازې د فلمونو په شمېر کي نه و. هغه په داسې وخت کي د پښتو سینما مخکښ لوبغاړی شو چې دا سینما لا د خپل هویت، بازار او لیدونکو د پیدا کولو په لومړیو پړاوونو کي وه.
د پښتو مشهور سندرغاړي خیال محمد، چې د همدې فلمي دورې یوه مهمه برخه وه، بدر منیر د پښتو سینما بې ساری هنرمند بللی و.
لوبغاړي اصف خان، چې له بدر منیر سره یې کلونه کار کړی و، هغه «فطري لوبغاړی» یاد کړی او ویلي یې وو چې د اداکارۍ ډېر څه یې ترې زده کړي وو. عجب ګل هم د بدر منیر د کار، ژمنتیا او ساده شخصیت یادونه کړې وه.
.jpeg)
د همدې همکارانو په خبرو کي د بدر منیر یوه بله څېره ښکاري: د پردې پر مخ به اتل و، خو له کمرې شاته یې د هغه سړي په توګه یادونه کېده چې د شهرت تر څنګ یې د خپل پخواني ژوند سادګي هم له ځانه سره ساتلې وه.
د پښتو سینما له عروج سره زوال هم راغی
د بدر منیر فلمي سفر د پښتو سینما له تر ټولو روښانه کلونو سره پیل شو، خو هغه د دې صنعت ستونزمنې ورځې هم ولیدې. په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کي د پښتو فلمونو بازار بدل شو. د فلمونو پر کیسو، معیار او زیاتېدونکې تجارتي محتوا نیوکې ډېرې شوې.
بدر منیر په ۱۹۹۵ کال کي «عجب خان» جوړ او لارښود کړ. هڅه یې دا وه چې د پښتو سینما د پخوانیو کیسو او فلمي معیارونو رنګ بېرته را ژوندی کړي، خو فلم په بازار کي هغه بریا ترلاسه نه کړه چې تمه ترې کېده.
د هغه د ژوند دا برخه ځکه مهمه ده چې بدر منیر یوازې د پښتو سینما د عروج شاهد نه و؛ د هغې د ستونزو او بدلونونو شاهد هم و.
وروستۍ پرده
د عمر په وروستیو کلونو کي د بدر منیر روغتیا کمزورې شوه. هغه د شکر او پښتورګو له ناروغیو سره مخ و او فلج هم پرې راغلی و. د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کي یې روغتیا نوره هم خرابه شوه.

بدر منیر د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر پر ۱۱مه په لاهور کي ومړ. خو د یوه فلمي ستوري لپاره مرګ تل د وروستۍ صحنې مانا نه لري.
له هغه وروسته کلونه تېر شول. د پښتو سینما بڼه بدله شوه، زاړه سینماګانې ورکې شوې، نوې ټکنالوژي راغله او د لیدونکو نوی نسل پیدا شو. خو چې کله د پښتو سینما د لومړۍ لویې دورې خبره کېږي، د بدر منیر نوم لا هم په لومړۍ کرښه کي راځي.
د هغه د ژوند کیسه په سوات کي د یوه ملا له ساده کوره پیل شوې وه.
بیا چارسده وه، مزدوري وه، کراچۍ وه، رکشه وه، د فلمي سټوډیو څراغونه وو، او بالاخره هغه لویه پرده وه چې بدر منیر پرې د «یوسف خان» په توګه راڅرګند شو.
یو وخت ده د نورو ستورو پر مخ رڼا اچوله.
وروسته خپله د پښتو سینما له تر ټولو روښانه ستورو څخه شو.


شال نیوز