ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د تحریک انصاف هغه کاروان چې د ده په مشرۍ له ډېره اسماعیل خان څخه د لکي مروت ګنډي چوک ته روان و، له یارک څخه بېرته ستون شوی دی.
ګنډاپور ویلي، کاروان یې څو ساعته په یارک کې بند پاتې شو او د لارو د بندېدو او روان امنیتي حالت له امله یې پرېکړه وکړه چې بېرته وګرځي. د هغه په وینا، دا پرېکړه یې ځکه وکړه چې د تحریک انصاف کارکوونکي او پلویان له غیر ضروري خطر سره مخ نه شي.
تازه راپورونه تاییدوي چې ګنډاپور تر دې مخکې له ډېره اسماعیل خان څخه د تحریک انصاف د پلویانو د یوه کاروان په مشرۍ روان شوی و او ټاکل شوې وه چې د یارک او پېزو له لارې د لکي مروت ګنډي چوک ته ورسېږي.
په ډېره اسماعیل خان او د خېبر پښتونخوا په یو شمېر نورو جنوبي ضلعو کې د امنیتي اندېښنو له امله پر ځینو لارو د خلکو او موټرو پر تګ راتګ بندیزونه هم لګېدلي دي.
شال نیوز تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې چې د ګنډاپور کاروان په کوم ځای کې ودرول شو او ایا ټول کاروان بېرته ډېره اسماعیل خان ته ستون شوی دی که نه.
د لانګ مارچ تازه حالاتو لپاره له شال نیوز سره اوسئ.


شال نیوز