ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، عملیات په سیمه کې د وسله والو د موجودیت په اړه د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته شوي دي. پاکستاني چارواکو وژل شوي کسان د «فتنه الخوارج» غړي بللي دي. د پاکستان حکومت دا نوم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو لپاره کاروي.
امنیتي سرچینې وايي، په وژل شویو اتو کسانو کې درې مهم قوماندانان هم شامل دي، خو تر اوسه یې نومونه نه دي خپاره شوي.
سرچینې وايي، له وژل شویو کسانو څخه په لویه اندازه وسلې او مهمات او بهرنۍ کرنسي هم ترلاسه شوې ده. تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې عملیات د ډېره اسماعیل خان په کومه سیمه کې شوي او ترلاسه شوې بهرنۍ کرنسي د کوم هېواد او څومره وه.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو پر ضد عملیات به دوام کوي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د وسله والو پر ضد کارروایۍ جاري ساتي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د ډېره اسماعیل خان د عملیاتو په اړه د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده. تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د دغو عملیاتو او د اتو کسانو د وژل کېدو په اړه کومه وینا نه ده خپره کړې چې شال نیوز ته معلومه شوې وي.
د وژل شویو کسانو هویت او د امنیتي سرچینو له خوا ورکړل شوې د مرګژوبلې شمېره تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.


عدنان بېټنی