پېښور / اسلام‌ اباد (شال نیوز) : حکومتي اسناد ښيي چې خېبر پښتونخوا ته له ۲۰۱۰-۱۱ مالي کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپتمبره د ترهګرۍ له امله د زیانونو په بدل کې ۷۹۹ اربه او ۳۵ کروړه روپۍ ورکړل شوې دي.

 

دا پیسې د اوومې ملي مالي جایزې له مخې خېبر پښتونخوا ته د وفاقي مالیاتو له وېشل کېدونکو پیسو څخه د صوبې د عادي برخې سربېره د یو سلنه اضافي برخې په توګه ورکول کېږي.

 

د پاکستان د مالیې وزارت رسمي اسناد ښيي چې اوومه ملي مالي جایزه د ۲۰۱۰ کال د جولای له لومړۍ نېټې عملي شوې او په هغې کې د ترهګرۍ له امله خېبر پښتونخوا ته د وېشل کېدونکو وفاقي مالیاتو یو سلنه اضافي برخه ځانګړې شوې ده.

 

د حکومتي معلوماتو له مخې، خېبر پښتونخوا په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې ۱۱۲ اربه او ۲۹ کروړه روپۍ او په ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې ۱۲۸ اربه او ۲۳ کروړه روپۍ د همدې برخې له مخې ترلاسه کړې دي.

 

د روان ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د دې برخې اندازه ۱۴۹ اربه او اووه کروړه روپۍ اټکل شوې ده. د مالي کال په لومړیو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کې صوبې ته له دې حسابه ۲۳ اربه او شپږ کروړه روپۍ ورکړل شوې دي.

 

خو دا پیسې یوازې د پولیسو یا نورو امنیتي ادارو لپاره ځانګړې شوې بودیجه نه ده. د خېبر پښتونخوا د مالیې محکمې د معلوماتو له مخې، دغه پیسې د صوبې مرکزي خزانې ته له نورو پیسو سره یو ځای جمع کېږي او د لګښت لپاره یې جلا حساب نه ساتل کېږي.

 

له همدې امله په موجودو مالي اسنادو کې په جلا توګه دا نه شي معلومېدای چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې ترلاسه شوو نږدې ۸۰۰ اربه روپیو څخه څومره پیسې پر پولیسو او امنیت، څومره د ترهګرۍ له امله پر زیانمنو شوو سیمو او څومره پر نورو صوبايي چارو لګېدلې دي.

 

د وفاقي مالیې وزارت پخواني اسناد هم ښيي چې خېبر پښتونخوا ته دا یو سلنه برخه د صوبې له عادي برخې جلا ورکول کېږي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲ کال د جولای او دسمبر ترمنځ صوبې له همدې حسابه ۳۱ اربه او ۵۹ کروړه روپۍ ترلاسه کړې وې.

 

صوبايي حکومت وايي، په وروستیو کلونو کې یې د پولیسو لګښتونه هم زیات کړي دي. د صوبايي حکومت د معلوماتو له مخې، د پولیسو عملیاتي بودیجه له ۱۵ اربه څخه ۳۰ اربه او ۲۰ کروړه روپیو ته لوړه شوې ده.

 

د دې پیسو د لګښت څرنګوالی په داسې وخت کې بیا د بحث موضوع ګرځېدلی چې خېبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول قبایلي او جنوبي ضلعې، د وسله‌والو له پرله‌پسې بریدونو سره مخ دي.