بره دیر (شال نیوز) : د بره دیر پولیس وايي، د سیړۍ او کرپاټ د خلکو ترمنځ د روانې شخړې د ختمولو او ډزبندۍ لپاره پولیس، ضلعي انتظامیه او ځايي مشران هڅې کوي.
د پولیسو په وینا، د واړۍ سرکل پولیس افسر فخر عالم خان، اسسټنټ کمشنر انعام الله خان او پخواني وفاقي وزیر نجمالدین خان د دواړو خواوو له استازو سره جلا جلا لیدلي او د ډزبندۍ او خبرو له لارې د شخړې پر هواري یې خبرې کړې دي.
پولیس وايي، له دواړو خواوو پنځه ـ پنځه استازي ټاکل شوي او د دیر بالا د مشرانو په ګډون یوه جرګه جوړه شوې ده. ټاکل شوې چې دا جرګه د اکتوبر پر پنځمه د جاګام په تاڼه کې وشي.
د پولیسو په وینا، دواړو خواوو د امن ساتلو او له پولیسو او ضلعي انتظامیې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
پولیسو په خپل بیان کې د شخړې د لامل او احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.


جاوید ملنګ