میرانشاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې ویلي، د اکتوبر پر څلورمه، یکشنبه، به د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ له امله د ضلعې پر یو شمېر مهمو لارو د خلکو، موټرو او نورو وسایطو پر تګ راتګ بندیز وي.

 

د شمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر محمد تیمور خان اپریدي له دفتره د اکتوبر پر دویمه په خپاره شوي حکم کې ویل شوي، دا بندیز به د یکشنبې په سهار پنځه بجې پیل او د ماښام تر اوو بجو پورې دوام وکړي.

 

د انتظامیې په وینا، بندیز به پر دغو لارو وي: د بنو ـ میرانشاه لویه لار له ټکه چیک پوسټ څخه تر میرانشاه کمپ، د ټل ـ میرعلي لار له پټاسي چیک پوسټ څخه تر شیوه، د میرعلي بازار ـ خیسور لار، د میرانشاه ـ رزمک لار له ایشا چیک پوسټ څخه تر رزمک، د میرانشاه ـ غلام خان لار، د میرانشاه ـ دته خېل لار، د دوسلي ـ ګړیوم لار او له سپین وام څخه د ټل ـ میرعلي تر سړک پورې لار.

 

په حکم کې ویل شوي، له دغو لارو سره نښلېدونکي هغه سړکونه هم د بندیز برخه دي چې د امنیتي ځواکونو مرکزونو ته ورغلي دي. ضلعي انتظامیه وايي، پولیس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې، امبولانسونه، د اور وژنې موټر او نور بیړني خدمات له بندیزه مستثنا دي.

 

د حکم له مخې، په بیړنیو حالاتو کې به یوازې هغو کسانو او موټرو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې د ضلعي پولیسو یا امنیتي ځواکونو اجازه ولري. له خلکو غوښتل شوي چې د امنیتي ځواکونو د موټرو د لیدلو پر مهال خپل موټر لږ تر لږه ۵۰ متره لرې ودروي.

 

انتظامیې خبرداری ورکړی چې د حکم د سرغړونې په صورت کې به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې قانوني اقدام کېږي. په جلا عامه خبرتیا کې ضلعي انتظامیې ویلي چې د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو بجو د خلکو پر تګ راتګ پخوانی بندیز هم پر خپل ځای دی.