مسکو (شال نیوز) : د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت یو لوړپوړي پلاوي په روسیه کې د «سنټر-۲۰۲۶» په نوم ستر پوځي تمرینونه کتلي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشري د ګډو زدهکړو او محاربوي قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیبالله مدني کوي.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي، پلاوي د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان او تاجکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له پوځي استازو سره د اړیکو، پوځي تجربو، روزنې او مسلکي زدهکړو په اړه خبرې کړې دي.
وزارت وايي، افغان پلاوي د تمرینونو عملي برخې او د پرمختللو پوځي وسایلو نندارتون هم کتلی، چې بېپیلوټه الوتکې، توغندي، روبوټیک وسایل او نورې وسلې پکې نندارې ته اېښودل شوې وې.
روسي سرچینې وايي، «سنټر-۲۰۲۶» تمرینونه د سپټمبر له ۲۸مې د اکتوبر تر درېیمې روان وو او په ټولیز ډول تر ۴۷ زرو ډېر پوځیان پکې شامل وو. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر دویمه د چیلیابینسک په سیمه کې د تمرینونو وروستی پړاو وکوت.
د روسیې د معلوماتو له مخې، د بېلاروس، چین، قرغزستان، منګولیا، پاکستان او تاجکستان پوځیانو په تمرینونو کې عملي ګډون کړی او د لسګونو نورو هېوادونو پلاوي د څارونکو په توګه ورغلي وو.
د طالبانو پلاوی د ګډون کوونکي پوځي ځواک پر ځای د څارونکي پلاوي په توګه یاد شوی؛ تر اوسه په روسي سرچینو کې داسې معلومات نه دي موندل شوي چې د طالبانو ځواکونو دې په عملي پوځي تمرینونو کې برخه اخیستې وي.
روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او له هغه وروسته د کابل او مسکو سیاسي اړیکې پراخې شوې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم روانه اوونۍ د افغانستان په اړه په مسکو کې په غونډه کې ګډون کوي.


شال نیوز