کابل (شال نیوز) : اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د سوداګرو د ملاتړ او د هوايي بار وړلو د اسانتیا لپاره یې د ډهلي او کابل ترمنځ د بار لېږد بیه ۱۲.۵ سلنه راکمه کړې ده.
د شرکت د معلوماتو له مخې، پر دې لار د یوه کیلوګرام بار بیه له ۱.۶۰ امریکايي ډالرو څخه ۱.۴۰ ډالرو ته راکمه شوې ده.
اریانا وايي، دا پرېکړه د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره شوې ده.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه شاوخوا ۱۱۰۰ د بار وړلو الوتنې شوې او له ۱۷ زره او ۸۰۰ ټنو ډېر توکي لېږدول شوي دي.
د وزارت په وینا، په همدې موده کي ۱۱۱ ځانګړو بار وړونکو الوتنو شاوخوا اووه زره او ۵۳۵ ټنه صادراتي او وارداتي توکي لېږدولي دي.
وزارت وايي، د هوايي بار وړلو د لګښت د کمولو لپاره یې امنیتي فیس هم د هر ټن پر سر له ۱۰۰ ډالرو څخه ۱۰ ډالرو ته او د ځمکنیو خدمتونو فیس له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته راکم کړی دی.
اریانا افغان هوايي شرکت وايي، هڅه کوي د سوداګرو اړتیاوو ته په کتو د هوايي بار وړلو خدمتونه نور هم پراخ کړي.


شال نیوز