کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت وايي، افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی او اوس د هېواد د اړتیا لپاره له بهر څخه د مالګې واردولو ته اړتیا نه لري.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۳۴۴ زره مټریک ټنه مالګه تولیدېږي، په داسې حال کې چې د هېواد کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره مټریک ټنه ده.
د دغو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د مالګې کلنی تولید د کورنۍ اړتیا په پرتله شاوخوا ۴۴ زره مټریک ټنه زیات دی. فطرت وايي، دا مهال د افغانستان له ۱۴ کانونو مالګه راایستل کېږي او بیا د خوراک او نورو اړتیاوو لپاره تیارېږي.
د طالبانو حکومت وايي، د مالګې د کانونو په استخراج او د هغې د تیارولو په چارو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
افغانستان د مالګې طبیعي زېرمې لري او په بېلابېلو ولایتونو کې یې کانونه موجود دي. په تېرو کلونو کې د کورني تولید ترڅنګ د هېواد د اړتیا یوه برخه مالګه له بهر څخه هم راوړل کېده. د طالبانو حکومت وايي، د کورني تولید په زیاتېدو سره اوس دغه اړتیا په هېواد کې دننه پوره کېږي.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه د ۳۴۴ زره مټریک ټنه کلني تولید په اړه تفصیلي شمېرې نه دي خپرې کړې چې له هر کان څخه څومره مالګه راایستل کېږي او له کورنۍ اړتیا څخه زیاته تولیدېدونکې مالګه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او که نه.


شال نیوز