اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو پولیس وايي، په منځني اورکزي کې لس ځايي کسان د وسله والو له خوا تر تښتول کېدو وروسته د قبایلي جرګې په هڅو خوشې شوي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

 

د اورکزو د پولیسو مشر شوکت علي ویلي، پېښه د منځني اورکزي په خاوري کلي کې شوې وه. د هغه په وینا، وسله والو هغه لس کسان وروسته له هغې تښتولي وو چې ځايي خلکو هغوی ته د خوراک ورکولو څخه انکار وکړ.

 

شوکت علي وايي، له پېښې وروسته ځايي قبایلي مشرانو جرګه وکړه او د هغوی د هڅو په نتیجه کې ټول لس تښتول شوي کسان په خوندي توګه خوشې شول.

 

پولیس وايي، خوشې شوي کسان خپلو کورونو ته رسېدلي او د کوم کس د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

پاکستاني چارواکي د دغو وسله والو لپاره د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي، خو شال نیوز په خپلواکه توګه هغوی «وسله وال» یادوي.

 

د تښتونې د دقیق وخت، د وسله والو د ډلې د پېژندنې او دا چې د خوشې کولو لپاره کوم شرط منل شوی که نه، نور جزییات تر اوسه نه دي څرګند شوي.