کندهار (شال نیوز) : د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه خبره رد کړې چې ګواکې د کندهار والي محمد شیرین اخوند د بېلابېلو وسله والو ډلو د مشرانو د یوې غونډې کوربه و، چې پکي د پاکستان دننه د بریدونو د همغږۍ په اړه خبرې شوې وې.
د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري د اکتوبر پر لومړۍ په یوه خبري غونډه کي ویلي وو چې دغه غونډه د اګست پر ۲۶مه په کندهار کي شوې وه. د هغه په وینا، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ، په هند نیمه وچه کي د القاعده څانګې او د حافظ ګل بهادر ډلې استازو پکي ګډون کړی و.
احمد شریف ویلي وو چې په غونډه کي د وسله والو د فعالیتونو د همغږۍ او د کسانو د برابرولو په اړه خبرې شوې وې. خو هغه په خبري غونډه کي دا ونه ویل چې پاکستان د دې غونډې معلومات څنګه ترلاسه کړي او د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره یې عامو خلکو ته کوم شواهد وړاندې نه کړل.
اسوشیټېډ پرېس وايي، یوه استخباراتي پاڼه یې لیدلې چې په هغې کي هم د کندهار والي د دې غونډې د کوربه په توګه یاد شوی او ادعا شوې چې افغان او هندي استخباراتي چارواکو د غونډې په برابرولو کي مرسته کړې وه. دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د کندهار د والي دفتر د جمعې، د اکتوبر پر دویمه، په خپل غبرګون کي د پاکستان خبره رد کړه او ویې ویل چې افغانستان اړتیا نه لري بهرني وسله وال راوبولي او یا ورسره غونډې وکړي.
د والي دفتر د پاکستان د پوځ څرګندونې «بېبنسټه» وبللې او ویې ویل، پاکستان هڅه کوي په دې ډول خبرو په افغانستان کي د ملکي وګړو د وژل کېدو توجیه وکړي. دا د کندهار د والي د دفتر دریځ دی.
دا شخړه په داسې وخت کي راپورته شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د فعالیتونو او وروستیو پوځي بریدونو له امله ترینګلې دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې وايي، د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي؛ د افغانستان واکمن طالبان دا خبره ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي.


شال نیوز