پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د کرنې محکمې ویلي، په پېښور او کوز دیر کي د زیتون تېلو درې تولیدوونکو ته د خوراکي خوندیتوب د نړیوال معیار سندونه ورکړل شوي دي.

 

د کرنې محکمې د معلوماتو له مخې، په پېښور کي د زیتون تېلو یوه تولیدوونکي او په کوز دیر کي دوو تولیدوونکو دغه سندونه ترلاسه کړي دي.

 

چارواکي وايي، درې واړو تولیدوونکو د خوراکي خوندیتوب د نړیوال معیار شرطونه پوره کړي دي. دغه معیار د خوراکي توکو د تولید، ساتنې، بسته بندۍ او بازار ته د رسولو پر مهال د خوندیتوب لپاره ټاکل شوي اصول رانغاړي. د سندونو د وېش غونډه په پېښور کي د خیبر پښتونخوا د کرنې محکمې په دفتر کي شوې ده.

 

د خیبر پښتونخوا د کرنې سیکرټري ډاکټر محمد بختیار خان ویلي، د نړیوالو معیارونو له مخې د زیتون تېلو تصدیق به د صوبې د تولیداتو کیفیت ښه کړي او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته به یې د رسېدو امکانات زیات کړي.

 

د هغه په وینا، د زیتون له مېوې د تېلو ایستل، د تېلو ساتل، بسته بندي او بازار ته رسول باید له منل شویو معیارونو سره سم وي، څو پېرودونکي د محصول پر کیفیت او خوندیتوب باور ولري.

 

د کرنې محکمې چارواکي وايي، د زیتون تېلو د تولید د معیار ښه کېدل به د سیمې کروندګرو ته هم ګټه ورسوي. د دوی په وینا، که معیاري زیتون تېلو ته په کورنیو او بهرنیو بازارونو کي غوښتنه زیاته شي، د زیتون کروندګرو ته به هم د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو ښه زمینه برابره شي.

 

په غونډه کي د کرنې محکمې د هغو کارکوونکو یادونه هم شوې چې د خوراکي خوندیتوب د نړیوال معیار د ارزونې ځانګړې روزنه یې بشپړه کړې ده.

 

چارواکي وايي، د دغو کسانو روزنه به د زیتون له باغونو څخه د تېلو تر تولید او بازار ته تر رسېدو پورې د خوراکي خوندیتوب د معیارونو په څارنه کي مرسته وکړي.

 

په کوز دیر کي په وروستیو کلونو کي د زیتون د کر او د تېلو د تولید لپاره یو شمېر مرکزونه جوړ شوي دي. په تیمرګره کي هم د زیتونو د تېلو ایستلو مرکز کروندګرو ته دا اسانتیا برابروي چې خپل زیتون په سیمه کي په تېلو بدل کړي.

 

د کرنې محکمې په خپرو شویو معلوماتو کي د درې واړو تولیدوونکو لپاره د خوراکي خوندیتوب نړیوال معیار یاد کړی، خو د هر سند ځانګړې شمېره او د سند ورکوونکې خپلواکې ادارې نوم پکي نه دی روښانه شوی.