میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي اووه وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو شال نیوز ته ویلي چې عملیات د وسله والو د موجودیت په اړه د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته شوي او د عملیاتو پر مهال د هغوی یو شمېر پټنځایونه هم په نښه او وران شوي دي.
سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو په سیمه کي وسله وال تعقیب کړل او د عملیاتو په ترڅ کي اووه کسان ووژل شول.
تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه او نور جزییات نه دي خپاره شوي. دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې وژل شوي کسان د کومې وسله والې ډلې غړي وو.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د عیدک د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو پر ضد به امنیتي عملیات دوام ولري.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی. د سیمې سرچینو شال نیوز ته د امنیتي ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
عیدک د میرعلي په سیمه کي پروت دی، چې په وروستیو کلونو کي پکي وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې او عملیات شوي دي.
شال نیوز د وژل شویو کسانو د پېژندنې او د عملیاتو د نورو جزییاتو د معلومولو هڅه کوي.


صفدر داوړ