نوښار (شال نیوز) : د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین ویلي، په صوبه کې ناامني زیاته شوې او حکومت د ولس د امنیت او اقتصادي ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی دی.
هغه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د نوښار ضلعې په جهانګیره کې یوې غونډې ته وویل، پښتانه له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسله والو بریدونو له اغېزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د نېشنل اېکشن پلان پر پرېکړو په بشپړ ډول عمل نه دی شوی او دې چارې د امنیتي ستونزو په زیاتېدو کې ونډه لرلې ده.
میا افتخار حسین پر تحریک انصاف هم نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه ګوند شاوخوا ۱۳ کاله په خیبر پښتونخوا کې واکمن پاتې شوی، خو د بدلون په نوم یې له خلکو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې.
هغه تور ولګاوه چې صوبايي حکومت د خپل ګوند د مشر د خوشې کولو لپاره دولتي سرچینې کاروي او ویې ویل چې د اکتوبر پنځمې لپاره اعلان شوی لاریون به هم د سپتمبر د ۲۷مې د لاریون په څېر پایله ولري.
د صوبايي حکومت او تحریک انصاف له خوا د میا افتخار حسین د دغو څرګندونو په اړه سمدستي غبرګون نه دی خپور شوی.
میا افتخار حسین همداراز وویل، ګراني، بېروزګاري او ناامني د خلکو مهمې ستونزې دي او عوامي نېشنل پارټي هڅه کوي چې د باچا خان د عدم تشدد پر سیاسي فکر خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
دا غونډه د نوښار ضلعې د جهانګیره په ادمزۍ چشمي سیمه کې شوې وه، چې پکې د تحریک انصاف او پاکستان پیپلز پارټۍ یو شمېر ځايي فعالانو له خپلو ګوندونو د وتلو او عوامي نېشنل پارټۍ سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.
د عوامي نېشنل پارټۍ د نوښار ضلعي مشر زاهد خان، جنرل سېکرټري اطلس خټک او یو شمېر نورو ځايي مشرانو او فعالانو هم په غونډه کې ګډون کړی و.


ندیم مشواني