کابل (شال نیوز) : په کابل کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو چارواکو د ښار په ځینو هغو سیمو کې چې په عامه اصطلاح «زورآباد» بلل کېږي، د کورونو خاوندانو ته ویلي چې د دوی د کورونو ځمکې دولتي دي او د استفادې په بدل کې به ترې کرایه اخیستل کېږي.

 

په دغو سیمو کې قوای مرکز، قول‌آبچکان، دهمزنګ او گذرگاه یاد شوي دي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، چارواکو له وکیلانو غوښتي چې د غرونو پر لمنو او نورو غیررسمي سیمو کې د هغو کورونو شمېر او معلومات راټول کړي چې خاوندان یې فرعي قبالې لري.

 

ځینو سرچینو ویلي چې د دغو ځمکو د کرایې اخیستلو بهیر ښايي له راتلونکې میاشتې پیل شي، خو تر اوسه د طالبانو اړوندو ادارو په رسمي ډول د دې بهیر شرایط، د کرایې اندازه او دا نه دي روښانه کړي چې کومې سیمې او څومره کورونه به پکې شامل وي.

 

په کابل کې د تېرو څو لسیزو پر مهال د نفوس له چټک زیاتوالي سره د ښار د غرونو پر لمنو او له رسمي ښاري نقشو بهر ګڼ کورونه جوړ شوي دي. د تلویزیون غره، باغ بالا، افشار او د کاسه برج د غره په ګډون د کابل په بېلابېلو برخو کې غیررسمي استوګنې شته.

 

خو دا چې کوم کور پر دولتي او کوم پر شخصي ملکیت جوړ شوی، د هرې ځمکې د ملکیت د اسنادو او رسمي سروې له مخې جلا تثبیت ته اړتیا لري. یوازې په «زورآباد» یا غیرپلاني سیمه کې د کور موجودیت په خپله د دې ثبوت نه دی چې ځمکه دولتي ده.

 

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې د دې اقدام لپاره کوم قانوني یا اداري طرزالعمل کارول کېږي او د هغو خلکو وضعیت به څه وي چې د خپلو کورونو د ملکیت فرعي قبالې یا نور اسناد لري.