هامبورګ (شال نیوز) : افغان ماډله او د تفریحي پروګرامونو ډایرکټره هایده فیضي وايي، د جرمني په هامبورګ ښار کې د کور لټولو پر مهال د جایدادونو یوه لارښود ترې د کور برابرولو په بدل کې د جنسي اړیکې غوښتنه کړې ده.

 

فیضي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د کور موندلو لپاره یې له دغه کس سره اړیکه نیولې وه، خو د هغې په وینا، نوموړي ورته ویلي چې که غوښتنه یې ومني، کور به ورته برابر کړي.

 

هغې ویلي، دغه کس ان دا وړاندیز هم ورته کړی و چې کور به له کرایې پرته ورکړي، خو په بدل کې یې ترې جنسي اړیکه غوښتې وه.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د فیضي دا څرګندونې نه دي تایید کړې او تر اوسه د هغې له خوا د یاد شوي کس هویت هم نه دی څرګند شوی